د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د یورانیمو د غني کولو پروسه نن بیا پیل کړه


ایران د یورانیمو غني کول پیل کړل
ایران د یورانیمو غني کول پیل کړل

د ایران د اټومي انرژۍ د برخې ویاند بهروز کمالوندي نن یکشنبه (جولای۷) یو خبري کنفرانس ته وویل چې د ملي امنیت شورا څخه یې امر اخیستی او د یورانیمو د غني کولو بهیر به نن بیرته پیل شي.

د ایران د اټومي پروګرام او یورانیمو د غني کولو پر سر محدودیت ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی وو.

ایراني چارواکي وايي چې د دوی غوښتنې ندي منل شوي، نو له همدې کبله نور ورته ژمن نه دي، او مقابل لوری هم په خپلو ژمنو ولاړ نه دی.

د ایران د اټومي انرژۍ د څانگې ویاند بهروز کمالوندي وايي "په څو ساعتونو کې به تخنیکي کارونه بشپړ کیږي او د درې اعشاریه اوه شپیتو فیصدو په اندازه به د یورانیمو غني کول پیل شي، زموږ وړاندوینه داده کله چې سبا آژانس نمونې اخلي زموږ غني کول به له درې اعشاریه اوه شپیتو څخه اوښتې وي".

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني ته هم لیک استوي او په دغه لیک نورې ۶۰ ورځې وخت هم ورکوي چې د مهلت له ژمنو څخه د وتلو لپاره دي.

په ۲۰۱۵ کال ایران له نړیوالو سره ژمنه کړې وه چې اټومي پروګرام به محدودي، خو ایران وايي چې مقابل لوری په خپلو ژمنو ولاړ نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي هم نن یکشنبه د ( جولای ۷) په یو خبري کنفرانس کې د خپلو ژمنو د کمولو خبر ورکړ.

عراقچي وايي "نن د اټومي هوکړې په هکله د خپلو ژمنو د کمیدو د شپیتو ورځو د پوره کیدو په حال کې یو، زموږ غوښتنې عملي نه شوې او نن دویم ګام پورته کوو، په لومړي ګام کې مو اعلان کړی وو چې پر یورانیمو محدودیت ته ژمن نه یو، په دویم ګام کې مو د یورانیمو غني کولو پر فیصدۍ فکر کړی او پر ژمنو د نه عمل اعلان کوو".

ایران دا پریکړه یو کال وروسته له هغې وکړه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۵ کال د ایران له اټومي هوکړې څخه امریکا وایستله.

ایران د یورانیمو د غني کولو پروسه نن بیا پیل کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

امریکا د ایران پر تیلو هم بندیز لګولی چې په نړیوال مارکیټ کې و نه پلورل شي.

بلخوا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له ژمنو څخه د ایران سرغړونه غندلې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فډریکا موګیریني او د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې پر تهران غږ کړی دی چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG