د لاس رسي وړ اتصالات

د هېڅ ډول وسلو له جوړولو او اخیستلو ډډه نکوو- حسن روحاني


ښاغلي روحاني وویل د خپلو ملي ځواکونو د ورځې په لمانځغونډې کې خبرداری ورکړ
ښاغلي روحاني وویل د خپلو ملي ځواکونو د ورځې په لمانځغونډې کې خبرداری ورکړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د ځان دفاع لپاره هر ډول وسلو ته یې چې ضرورت وي یا جوړوي او یا یې پیري.

ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۸) د خپلو ملي ځواکونو د ورځې په لمانځ غونډې کې خبرداری ورکړ او وویل چې "اشغالګرو قدرتونو" سیمه اغیزمنه کړې ده.

هغه که څه هم وضاحت ورنکړ چې "اشغالګر قدرتونه" څوک دي، خو ایراني چارواکو تل په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر موجودیت انتقادونه کړي دي.

ښاغلي روخاني وویل "موږ نړۍ ته وایو، موږ هره هغه وسله چې ضرورت ورته لرو تولیدو او یا یې ترلاسه کوو، موږ ستاسو اجازې ته اړتیا نلرو... خپلو ګاونډیانو ته وایو چې زموږ وسلې ستاسو په ضد نه دي بلکې د ځان د دفاع لپاره دي."

د رویټرز اژانس وايي ښاغلي روحاني چې کله خبرې کولې په فضا کي جنګي جټ الوتکو پروازونه کول او دا مراسم هم د ایران پر تلویزون مخامخ ښودل کېدل.

هغه همدغه راز وویل "موږ په یوې عادي (نورمال) سیمه کې ژوند نکوو، اشغالګرو ځواکونو زموږ شاوخوا اډې جوړې کړي دي. دوی نړیوال قوانین په پام کې نه نیسي، د سیمې په چارو کې مداخله کوي او د ملګرو ملتونو له اجازې پرته هېوادونه اشغالوي."

ښاغلی روحاني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د جمعې په ورځ (اپریل ۱۳) امریکا، برتانیا او فرانسې د سوریې د کیمیاوي وسلو په مرکزونو بریدونه وکړل. د سوریې رژیم د ایران له کلک ملاتړه برخمن دی.

ایران په ۲۰۱٥ کال کې د نړۍ له قدرتونو سره اتومي تړون لاسلیک کړ چې ایران به اتومي وسلې نه جوړوي او په بدل کې به په تهران لګېدلي بندیزونه ختمیږي.

خو ولسمشر ټرمپ پر دغه تړون کلک انتقادونه کړي او د اپریل اوومه نيټه یې د تړون برخوالو ته وخت ورکړی و چې په تړون کې د هغه په باور د "خطرناکو نواقصو" په اړه لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG