د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د ایران گواښ: خلیج ته مه راځئ


پداسې حال کې چې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې له برید وروسته د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو په غوښتنه امریکا ددغو هیوادونو د دفاعي سیستم د پیاوړي کولو لپاره په سیمه کې نور ځواکونه میشت کوي، ایران وایي د خلیج په سیمه د بهرنیو ځواکونو شتون د بې ثباتۍ سبب کیږي.

د ایران جمهور رئیس، حسن روحاني، د یکشنبې په ورځ سپتمبر ٢٢ (وږي ٣١) وویل: "د بهرنيو ځواکونو شتون کیدای شي سیمې، نړیوالو سمندري لارو، د بېړیو امنیت او د تیلو او انرژۍ امنیت ته ستونزمن او خطرناک وي".

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې غواړي د سولې لپاره د سیمه ایزې همکارۍ پلان د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې وړاندې کړي.

له بلې خوا ایران نن د یو پوځي رسم گذشت په کولو سره د خپلو پوځي وړتیاو د قدرت ننداره وړاندې کړه او ښاغلي روحاني وویل: "اجازه به ورنکړو چې څوک زمونږ پر پولو یرغل وکړي".

پدې ترڅ کې د شنبې په ورځ سپتمبر ٢١ د امریکا د کانگرس د استازو مجلس رئیس نانسي پلوسي د جمهور رئیس دونالد ټرمپ پر پلان انتقاد وکړ چې سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته اضافي امریکایي ځواکونه او د هوایي دفاع وسایل استوي. هغې خبرداری ورکړ چې دا به د ښاغلي ټرمپ د ادارې وروستی اقدام وي چې پرته د کانگرس له پریکړې یې کوي.

امریکا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې وروستی برید د ایران کار گڼي، خو ایران دغه تورونه رد کړي دي. ددغه برید پړه په یمن کې میشتو حوثي یاغیانو منلې ده.

بلخوا د استرالیا صدراعظم سکات موریسن چې واشنگټن ډي سي ته یې رسمي سفر کړی د جمعې په ورځ وویل چې هیواد به یې د ایران او امریکا په پوځي شخړه کې شامل نه شي.

XS
SM
MD
LG