د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور رئیس د اړیکو د پیاوړتیا لپاره چین ته ځي


د ایران او چن مشرانو تیر کال په سمرقند کې سره کتلي و.
د ایران او چن مشرانو تیر کال په سمرقند کې سره کتلي و.

ټاکل شوې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د روانې اوونۍ په پیل کې چین ته په درې ورځني رسمي سفر ولاړ شي. د هغه سفر سه شنبه پیلیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي رئیسي ته جمهور رئیس شي ژنپنګ د سفر بلنه ورکړې او پداسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو دغه دواړه سیالان غواړي د همکارۍ لمن لا پراخه کاندي.

په عین حال کې د ایران رسمي خبري اژانس ارنا هم په یو راپور کې ویلي چې ښاغلي رئیسي او ورسره مل پلاوی به یې په چین کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په راپور کې ویل شوي چې جمهور رئیس به د خپل چینایي سیال، ایراني او چینیايي سوداګرو او هغو ایرانیانو سره هم وګوري چې په چین کې ژوند کوي.

بیجنګ او تهران دواړه په نړیوالو اړیکو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د واک چلولو سره اختلاف لري او ښایي چې پدې سفر کې د ایران او چین تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شي.

دې دواړو مشرانو تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د اوزبیکستان د سمرقند په ښار کې هم کتلي و او هلته د چین جمهور رئیس د ایران سره خپل ملاتړ څرګند کړی و.

سره لدې چې د ایران د تیلو صنعت په ګډون د دې هیواد په ګڼ شمیر ادارو د متحده ایالاتو لخوا بندیزونه لګیدلي خو چین بیا د ایراني تیلو ستر پیریدونکی هیواد دی او پدې هیواد کې یې ډیره پانګونه هم کړې.

چین د ایران ستر سوداګریز ملګری هیواد هم دی او وړاندې تر دې چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران سره د اتومي موافقې نه ووځي او په ایران اقتصادي بندیزونه د سره ولګوي، د ایران نه تر ټولو ډیر تیل چین پیرودل.

ایران او چین په ۲۰۲۱ کال کې د ستراتیژیکي همکارۍ لپاره ۲۵ کلن قرارداد لاسلیک کړ. د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د تړون ټول جزیات تر اوسه ندي په ډاګه شوي خو د تړون وړاندیز په ۲۰۱۶ کال کې د چین د "یو کمربند یوه لار" د نوښت یوه برخه ده.

ایراني چارواکي وایي د چین جمهور رئیس شي ژنپنګ په ۲۰۱۶ کال کې ایران ته د خپل سفر په دروان کې وړاندیز کړی و چې دواړه هیوادونه دې ترانسپورت، ورزش، انرژۍ او صنعتي خدمتونو په برخه کې دوه اړخیز پانګه واچوي.

XS
SM
MD
LG