د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې د ایران د ترهګر رژیم وړتیا چې د امریکا پر ځواکونو او سیمهییزو متحدینو اغېز وکړي «په چټکۍ سره کمېږي». دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جګړهییز ځواک د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو په شپږمه ورځ لا زیاتېږي.
مرکزي قوماندانۍ دا تازه عملیاتي معلومات د پنجشنبې په ورځ د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې خپاره کړل او ورسره یې د امریکايي جنګي الوتکو ویډیو هم خپره کړه چې پکې ښکاري توغندي د ایران د رژیم پر پوځي هدفونو لګېږي.
د چهارشنبې په ورځ ناوخته سینتکام لیکلي چې د ایران د رژیم د ګرځنده یا سیارو توغندیو د توغولو د وړتیا د له منځه وړلو دپاره یې هڅې روانې دي. دوي زیاتوي چې : «موږ دا ګواښونه پیدا کوو او په وژونکي دقت سره یې له منځه وړو.»
په یوه بل پوسټ کې مرکزي قوماندانۍ وویل چې د الوتکو لېږدوونکې بېړۍ (USS Gerald R. Ford) د برید ډلې د مدیترانې له سمندر څخه د "حماسي غضب" په نوم د عملیاتو د ملاتړ لپاره شپه او ورځ خپلې هڅې جاري ساتي.
مرکزي قوماندانۍ زیاته کړه: «په منځني ختیځ کې د بلې الوتکې وړونکې برید ډلې په موجودیت، امریکایي ځواکونو ایراني بیړۍ په سمندر کې تر فشار لاندې نیسي.»
د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د ایران په پلازمېنه تهران او د ګاونډي البرز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو دولسمه څپه بشپړه کړه.
اعلامیه وايي چې اسرائیل جنګي الوتکو په تهران کې د ایران د رژیم اړوند هدفونه وویشتل، چې پکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب، د بسیج ملیشه، او د داخلي امنیت د ځواکونو مرکزي قوماندانۍ، او همدارنګه د قوماندې لسګونه مرکزونه او د وسلو ځایونه په کې شامل وو.
د اسرائیل پوځ همداراز وویل چې په البرز ولایت کې یې د رژیم د ځانګړي واحد مرکزي دفتر په نښه کړ، هغه واحد چې د ټولو داخلي امنیتي ځواکونو مسؤلیت لري.
فورم \ دبحث خونه