د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د فلم جوړوونکو په کورونو او دفترونو چاپې اچول شوې


په ایران کې یو نوموتي فلم جوړوونکي ویلي چې امنیتي ځواکونو پدې تیرو څو ورځو کې د څو تنو فلم جوړوونکو او د دې مسلک سره د تړلو کسانو په کورونو او د کار په ځایونو چاپې اچولې او ځیني کسان یې نیولي هم دي.

محمد رسولوف دغه څرګندونې شنبه مې ۱۴ (غوایي۲۴) ناوخته د خپل انسټګرام په پاڼې کې لیکلي او د سینما لسګونو کار کوونکو هم لاسلیک کړی.

په اعلامیې کې د ایران د امنیتي ځواکونو دا اقدام غندل شوی او "غیر قانوني" بلل شوی او دا ادعا هم پکې شوې چې امنیتي ځواکونو په چاپې کې د فلم جوړولولو ګڼ شمیر وسایل هم د ځان سره وړي دي.

د امنیتي ځواکونو پدې چاپې کې پخپله رسولوف ندی په نښه شوی خو هغه د انسټګرام په یوې جلا لیکنې کې ویلي چې پدې چاپې کې د فیروزه خسرواني او مینا کیشاورز په نامه دوه فلم جوړوونکي نیول شوي.

ښاغلي رسولوف دا ندي ویلي چې دا فلم جوړوونکي ولې نیول شوي او دا یې هم ندي ویلي چې امنیتي ځواکونو دا چاپې څه وخت او ولې اچولې دي.

ایراني چارواکو هم تر اوسه پدې چاپو تبصره نده کړې او پدې هکله نور جزیات هم لا ندي ورکړل شوي.

د ایران دې نومتي فلم جوړوونکي رسولوف په ۲۰۲۰ کال کې د برلین د فلمونو په نندارتون کې د خپل فلم "شیطان نشته" له کبله تر ټولو ستره جایزه وګټله.

دا فلمونه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بیان آزادۍ، ځپنې او اعدام پورې اوړوندو موضوعاتو په باره کې جوړ شوي.

ښاغلی رسولوف د دې جایزې د تر لاسه کولو څخه سمدستي وروسته د یو کال لپاره زنداني شو خو د هغه مدافع وکیل د دې حکم په خلاف د استیناف غوښتنه وکړله.

ایراني چارواکو په هغه د ایران څخه د وتلو او فلم جوړولو بندیزونه لګولي.

دا لومړی ځل ندی چې په ایران کې د فلم جوړوونکو په دفترونو او کورونو چاپه اچول کیږي . دا هیواد وخت ناوخته د کلتوري کارونو اړوند فعالین د امنیت څخه د سرغړاونو په خاطر په نښه کوي.

په ایران کې محافظه کار چارواکي د پخوا راهیسې ګڼ شمیر کلتوري کړڼې د لویدیځو هیوادونو د "نرمې جګړې" برخه بولي او ادعا کوي چې دا هیوادنه په دا شان کړنو کوښښ کوي چې پدې هیواد کې اسلامي عقاید خراب کړي.

XS
SM
MD
LG