د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني او رئیسي - د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو اصلي سیالان


د ایران ٥٦ میلیونه وگړي په انتخاباتو کې د رای ورکولو واجد دي
د ایران ٥٦ میلیونه وگړي په انتخاباتو کې د رای ورکولو واجد دي

ایرانیانو د جمعې په ورځ د هغه هیواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ١٢ دوره کې په داسې حال کې رای واچولې چې د رسنیو د رپوټونو له مخې اصلي سیالي د برحاله جمهور رئیس حسن روحاني او سیدابراهیم رئیسي ترمنځ ده.

د ایران د انتخاباتو په دې دوره کې د شورای نگهبان له پلټنو او څیړنو وروسته جمهوري ریاست ته د شپږو تنو کاندیدانو وړتیا تائید شوه. وروسته بیا ددې شپږو تنو نه دوه کاندیدانو له انتخاباتي مبارزې لاس واخیست او د نظرپوښتنو له مخې د دوه نورو کاندیدانو - مصطفی هاشمی طبا و مصطفی میرسلیم د بریالیتوب چانس خورا کم دی.

د لویدیځې نړۍ څیړونکي وایي حسن روحاني باید د انتخاباتو د نتیجو تر اعلان پورې صبر وکړي تر څو څرگنده شي چې آیا د لویدیځې نړۍ سره د ایران د اتومي موافقې بیسارې لاسته راوړنه د هغه سره د مقام په پاته کیدو کې مرسته کولای شي که نه.

د ایران ٥٦ میلیونه وگړي په انتخاباتو کې د رای ورکولو واجد دي چې د هغه هیواد په گوټ گوټ کې د رائیو په ٦٣٠٠٠ مرکزونو کې خپلې رای کاروي. د ایران په انتخاباتو کې یوه مهمه موضوع اقتصاد دی. اکثر ایرانیان په دې خاطر ناخوښه دي چې د لویدیځې نړۍ سره د ایران اتومي موافقې او د بندیزونو لېرې کیدو لا هم په هیواد کې اقتصادي وضعیت نه دی ښه کړی.

د نړیوال پولي صندوق د شمیرو له مخې په ایران کې د بیکارۍ کچه لا هم لوړه ده او د هغه هیواد د ځوان قشر نژدې له دریو څخه یو یې بیکاره دی.

د امریکا یو پخوانی لوړپوړی دیپلومات دنیس راس، وایي "په ایران کې جمهور رئیس یو داسې شخص دی چې په بنیادي توگه نه شي کولای د ایران بهرني سیاست ته رنگ ورکړي او یا د هغه مدیریت وکړي، په ځانگړې توگه په سیمه کې".

د ښاغلي راس په وینا روحاني ته اجازه ورکړل شوی وه چې د بندیزونو مسله حل کړي، بهرنی سیاست تنظیم او د پنځو جمع یو هیوادونو سره مذاکره وکړي. هغه وایي روحاني په سیمه کې د ایران په رفتار او چلند کې هیڅ رول نه لري بلکه دا مسولیت د رهبرۍ د اشرافو تر نظر لاندې د سپاه قدس د اسلامي انقلاب د پاسدارانو په غاړه دی.

د بین المللی امنیت او د وسلو د کنترول په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جان بولتن د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې د ایران انتخابات تر پوښتنې لاندې ونیول او وویل "په ایران کې د انتخاباتو کاندیدان له ځانه کوم واک نه لري او د هغوی ټاکنه د آیت الله گانو له لورې په پوره پاملرنه کیږي چې یواځې هغه افراد د نامزد یا کاندید په توگه معرفي شي چې دمخه یې صلاحیت د شورای نگهبان له لورې تائید او ستر رهبر هم تائید کړي وي".

ښاغلی بولتن وایي دولت د انتخاباتو صحنه داسې تیاروي چې په ظاهره د ایران او لویدیځې نړۍ د خلکو په نظر دموکراتیک وبریښي، خو د انتخاباتو نتیجې چې هر څه هم وي د تصمیم نیولو قدرت د رهبر په لاس کې دی. هغه وایي "زما په نظر د ایران خلک فکر کوي چې روحاني له مخکې نه انتخاب شوی دی".

د ایران د جمهوري ریاست د دولسمې دورې د انتخاباتو د رای اچونې صندوقونه د جمعې په ورځ نه یواځې د ایران په گوټ گوټ کې بلکه له هغه هیواد بهر د امریکا په ځنو سیمو او نورو هیوادونو کې هم ایښول شوي وو.

XS
SM
MD
LG