د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یوه لویه جنګي بیړۍ د عمان په خلیج کې ډوبه شوې


د خارک په نامه د ایران د سمندري ځواکونو لویه بیړۍ
د خارک په نامه د ایران د سمندري ځواکونو لویه بیړۍ

د ایران د سمندري ځواکونو یوه لویه بیړۍ د اور اخیستنې وروسته د چهارشنبې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) د عمان په خلیج کې ډوبه شوه.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې د ایران د سمندري ځواکونو دې بیړۍ د سه شنبې په ورځ جون لومړۍ نیټه د جاسک بندر ته نژدې اور واخیست او په داسې حال کې ډوبه شوې چې ټاکل شوې وه یو سمندري ماموریت ته واستول شي.

تیر کال د ایران یوې پوځي بیړۍ د جاسک بندر ته نژدې د تمرینونو پر وخت په سهوه کې یوه بله ایرانې بیړۍ په میزایل وویشتله ۱۹ ماڼوګان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

د ایران تسنیم اژانس ددې هیواد د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو د رئیس بهزاد جهانیان له خولې لیکلي چې بیړۍ تیره ورځ په محلي وخت د سهار په ۱۱ بجو پداسې حال کې اور واخیست چې د ایران په اوبو کې په تمرین بوخته وه.

د هغه په وینا د بیړۍ ټول ۴۰۰ ماڼوګان او عمله ژغورل شوي، خو ۲۰ تنه یې سرسري ټپیان شوي دي.

ښاغلي جهانیان ویلي چې د اور لګیدلو علت «تر اوسه ندی څرګند».

دغه څه دپاسه ۲۰۰ متره اوږده بیړۍ په ۱۹۷۶ کال چې د ایران پاچا رضا شاه پهلوي واکمن و، له بریتانیې څخه اخیستل شوی وه، خو په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب وروسته د بریتانیا سره د اړیکو د خرابوالي له کبله دا بیړۍ په ۱۹۸۴ کې ایران ته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG