د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او سعودي د کړکیچ سره سره به ایرانیان حج ته لاړ شي


د نړۍ له گوټ گوټ څخه هر کال په میلیونونو کسان د حج په مراسمو کې د گډون لپاره د سعودي عربستان ته ځي
د نړۍ له گوټ گوټ څخه هر کال په میلیونونو کسان د حج په مراسمو کې د گډون لپاره د سعودي عربستان ته ځي

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د سخت کړکیچ سره سره تهران غواړي خپلو وگړو ته د سږکال د حج په مراسمو کې د گډون اجازه ورکړي.

ایران وروسته له هغې د ٢٠١٦ کال د حج په مراسمو کې له گډون ډډه وکړه چې د ٢٠١٥ کال د حج د مراسمو په ترڅ کې لږ تر لږه ٢۴٢٦ کسان په رامنځ ته شوې هله گوله کې ووژل شول.

په منا کې په دې ټیل ماټیل کې ۴٦۴ ایراني حاجیان تلف شول چې دا شمیره د ټولو هیوادونو په پرتله زیاته وه.

د پیښې وروسته د ایران مذهبي مشر ایت الله علی خامنه یي په یو پیغام کې د سعودي عربستان مشران په خیانت تورن کړل او له مسلمانانو یې وغوښتل چې "د حرمین شریفین او د حج د مسلې د مدیرت" په هکله فکر وکړي.

ددې پیغام په غبرگون کې د سعودي عربستان مخکني ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې ایران د "حج د سیاسي کولو" هڅه کوي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د چارشنبې په ورځ د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د یو استازي په وینا وویل چې د حج په سږني مراسمو کې د ایراني حاجیانو د گډون پریکړه د هیواد د ملي امنیت شورا کړې ده.

د ایت الله خامنه یي دغه استازي چې علي قاضي عسکر نومیږي ویلي "په دې کې هیڅ شک نشته چې حاجیان به د حج په مراسمو کې په پوره عظمت گډون وکړي".

هر کال د نړۍ له گوټ گوټ څخه په میلیونونو کسان د حج په مراسمو کې د گډون لپاره د سعودي عربستان مکې او مدینې ښارونو ته ځي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږکال به ٣٠ زره افغانان د حج په مراسمو کې گډون وکړي. دغه وزارت ویلي دي چې ددې جملې نه زر تنه به یې د شهیدانو له کورنیو څخه په وړیا د حکومت په مصرف حج وکړي او همداشان د لومړي ځل لپاره به په ایران او پاکستان کې دوه سوه او شپیته افغان مهاجر د افغانستان له لارې حج ته لاړ شي.

حج ته تلونکي افغانان به د افغانستان له څلورو زونونو کابل، هرات، مزار شریف او کندهار څخه سعودي عربستان ته پروازونه وکړي.

XS
SM
MD
LG