د لاس رسي وړ اتصالات

حیدر العبادي: د تل عفر ښار به آزاد شي


A model presents a creation during a Crimean Fashion Week show near the White Rock, also known as Aq-Qaya, outside Belogorsk, Sept. 13, 2020.
A model presents a creation during a Crimean Fashion Week show near the White Rock, also known as Aq-Qaya, outside Belogorsk, Sept. 13, 2020.

د عراق قواو د تل عفر ختیځ، شمال لویدیځ او جنوب ختیځ لوري ته کلي نیولی دی.

د عراق پوځ نن دیکشنبی په ورځ د موصل لویدیځ ته نیژدې څو اړخیز بریدونه پیل کړل چی د تل عفر سیمه له داعش نه بیرته و نیسي. د تل عفر شاو خوا سیمی هغه وروستي ځایونه دي چې دداعش په لاس کې لا پاتې دي.

د عراق حکومت خپله لومړۍ کامیابي د اسلامي دولت یاداعش ډلې خلاف د جولای په میاشت کې هغه وخت اعلان کړله چې موصل ېې ونیو. موصل د سوریی له ختیځ سرحد نه ١٥٣ کلیلومیتره فاصله لري. یو وخت دی سیمی ته نېژدې سړک دداعش لپاره د اکمالاتو ډیره مهمه لاره گڼل کېدله.

Iد عراق خلک د بغداد د تحریر په چوک کې د موصل د فتح خوشالي کوي. د عراق صدراعظم العبادي د جولای په لسمه، ٢٠١٧ ددوشنبی په ماښام دداعش خلاف د بري اعلان وکړ. .
Iد عراق خلک د بغداد د تحریر په چوک کې د موصل د فتح خوشالي کوي. د عراق صدراعظم العبادي د جولای په لسمه، ٢٠١٧ ددوشنبی په ماښام دداعش خلاف د بري اعلان وکړ. .

د عراق صدراعظم حیدر ا لعبادي نن دیکشنبی په ورځ سهار دوخته په تلوېزیونی وینا کې وویل: د تل عفر ښار به آزاد شي ا و له نورو آزادو ښارونو سره به یوځای شي.

رپوټ وايی ښاغلي عبادی توره دریشي اغوښتې وه او پر افراطیانو غږ ېې وکړ: یا تسلیم شئ او یا به ووژل شئ.

د عراق او متحده ا یالاتو نظامي چارواکیو اټکل کړیدی چی په تل عفر کې دداعش تقریبا دو زرو افراطیانو سنگر نیولی دی.

ډگر جنرال عبدالامیر رشید یار الله د تل عفار د عملیاتو قوماندان ماسپښېن دوخته وویل چی د عراق قواو د تل عفر ختیځ، شمال لویدیځ او جنوب ختیځ لوري کلي نیولی دی.

د موصل برعکس چې اکثره سني میشت اوسیدونکي لري، د تل عفر اوسیدونکي شعیه دي او اوس ېې د عراق اکثریت شیعه ځواکونه د نیولو کوشش کوي. ایتلافي قواو هم د ځمکنیو عملیاتو مخکې خپل هوایي بریدونه زیات کړي دي او ګڼ شمیر ملکي خلک د جګړې له ساحو په تیښته کې دي.

XS
SM
MD
LG