د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي قواوو ته د مقتدا الصدر خبرداری


امریکایي قواوو ته د مقتدا الصدر خبرداری
امریکایي قواوو ته د مقتدا الصدر خبرداری

په عراق کي شیعه ملا ( مقتدا الصدر ) چي زیات اثر رسوخ لري ویلي دي چي که امریکایي قواوي ددې کال په پاي کي چي د عراق نه د وتلو مهلت ورته ټاکل شوی دی، ددې ملک نه ونه وځی، نو دده طرفداران به په هغوي باندي خپلي حملې بیا پیل کړي.

د مقتدا الصدر یوه نطاق نن د شنبې په ورځ د هغه یوه بیانیه په سلګونو زره کسانو ته چي په بغداد کي راغونډ شوي وو، ولوستله.

د الصدر د مهدي په نامه ملیشو په عراق کي د امریکایي قواو سره څو کاله جګړې وکړې، څو په ٢٠٠٨ کال کي یې اوربند ورسره وکړ.

د مقتدا الصدر له خوا دا اعلان وروسته له هغه کیږي چي د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګېټس په عراق کي امریکایي عسکرو ته وویل چي که د عراق حکومت وغواړي نو امریکایي عسکر به تر خپل مهلت وروسته هم په دې ملک کي پاته شي.

همدا اوس په عراق کي ټول ۴٧ زره امریکایي عسکر موجود دي او د عراقي عسکرو روزنه کوي او هغوي ته سلا مشورې ورکوي. د عراق صدراعظم نوري مالکي په دې وروستیو وختو کي ویلي دي چي د عراق اردو اوس په ملک کي د خپل امنیت په ساتلو کي مخ په زیاتیدونکی قابلیت پیدا کړی دی.

XS
SM
MD
LG