د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې په موټر بمي چاودنه کې شل کسان ووژل شول


ځانمرگي موټر بمي برید د بغداد په ختیځ کې د سبزیو په مارکیټ کې وشو.
ځانمرگي موټر بمي برید د بغداد په ختیځ کې د سبزیو په مارکیټ کې وشو.

د بغداد د نننۍ برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی. پولیسو او صحي کارکوونکو وویل چې په برید کې، چې د بغداد د سبزیو په مارکیټ کې وشو، لږترلږه ٢٠ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډیر زخمیان شول.

پولیسو وویل چې بریدکوونکې خپل موټر، چې په چاودیدونکو موادو بار و، د مارکیټ په دروازه کې هغه وخت وچولو چې امنیتي کسانو ورباندې ډزې وکړې.

په عراق کې په تیره اونۍ کې څو بریدونه شوي چې په لسګونو خلګ یې ووژل. د دغو بریدونو مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

موصل

په عراق کې د داعش مرکز د عراق په شمال کې د موصل ښار دی، چې د دوو میاشتو راهیسي جګړه پکښې روانه ده. په داعش باندې په موصل کې د فشار په ډیریدو سره، دغې ډلې د عراق په یو شمیر ښارونو کې تروریستي بریدونه ته مخه کړې ده.

عراقي ځواکونه د داعش لخوا ځای پر ځای شوي ماینونه له منځه وړي.
عراقي ځواکونه د داعش لخوا ځای پر ځای شوي ماینونه له منځه وړي.

په موصل کې عراقي قواوو د داعش په خلاف خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی او اوس حکومتي قواوي د دجلې د سیند څو سوه کیلومترۍ ته رسیدلي دي.

په موصل کې جګړه بیا د دې سبب شوه چې په زرګونو کسان د دغه ښار نه وتښتي.

په هغو عراقیانو کې چې د موصل د جګړو نه تښتیدلي دي یو شمیر یې د حسن شام په کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. په دغه کمپ کې داسې کسان هم شته چې کورنۍ او خپل خپلوان یې په موصل کې بند پاته دي.

یو بې ځایه شوی کس وایي خپلې کورنۍ او خپلوانو ته تلیفون کوي. "تاسو پوهیږي چې برق نه شته، نو موږ خپل ټلیفونونه د جنراتور په واسطه چارجوو"

په موصل او د موصل په شاوخوا کې د داعش په خلاف په عملیاتو کې د عراقي ځواکونو نه علاوه، کردي وسله وال او شیعه ملیشې هم شامل دي.

د موصل په غربي برخې کې د ترکیې یو شمیر عسکر هم پراته دي چې دی بیا د عراق او ترکیې ترمنځ اختلافات پیدا کړي دي. عراق د ترکیې نه غواړي چې خپل عسکر د عراق نه وباسي او ترکیه وايي چې دوی غواړي د داعش نه د موصل په نیولو کې مرسته وکړي.

د ترکیې صدراعظم بینالي یولدرم پرون عراق ته په یوه دوه ورځني سفر ولاړ. هغه نن د عراق د کردستان د نیمه خودمختاری سیمې د رئیس مسعود بارزاني سره په اربیل کې وکتل.

عراق د ترکیې څخه غوښتي چې سرتیري دې وباسه خو ترکیه وایي چې د داعش سره جنگیږي.
عراق د ترکیې څخه غوښتي چې سرتیري دې وباسه خو ترکیه وایي چې د داعش سره جنگیږي.

که څه هم ترکیه په سوریې کې د کردي وسله والو خلاف ده، خو د عراق د کردستان سره دیپلوماتیکي او تجارتي اړیکې لري.

ترکیه د داعش په خلاف د امریکا په مشري د ائتلاف غړی هیواد دی خو ترکیه په سوریې کې د کردي وسله والو خلاف هم عملیات کوي. ترکیه د سوریې کردي ډلې د ترکیې د کردستان د کارګر ګوند څانګه ګني چې په ترکیې کې د خودمختارۍ لپاره جنګیږي. غورځنگ....

XS
SM
MD
LG