د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلماني ټاکنې؛ امریکا او ایران پلوي کاندیدان


صدراعظم حیدر العبادي د امریکا او ایران نږدې متحد بلل کیږي
صدراعظم حیدر العبادي د امریکا او ایران نږدې متحد بلل کیږي

عراقیانو داعش ډلې ته تر ماتې ورکولو وروسته، د شنبې په ورځ [مې ۱۲] د لومړي ځل لپاره په پارلماني ټاکنو کې برخه واخېستله.

په دغو ټاکنو کې درې مهم کاندیدان، اوسنی صدراعظم حیدر العبادي، پخوانی صدرعظم نورې المالکي او د شیعه ملیشو قوماندان هادی المیري ټول شیعه مذهبه دي.

صدراعظم حیدر العبادي د امریکا او ایران نږدې متحد بلل کیږي، خو نوري المالکي بیا تر ډیره ایراني پلوی دی.

دا د صدام حسین د رژیم تر نسکورېدو وروسته په عراق کې د ټاکنو څلورم دور دی.

د عراق ولس تمه لري چې نوې رهبري یې هېواد باثباته کړي، کړکیچ او فساد ختم او اقتصادي پرمختګ یقیني کړي.

خبریالانو ویلي چې په مرکز بغداد، فلوجې او بصرې ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته کم شمیر کسان راغلي وو.

رایه ورکونکي به ممکن العبادي ته رایه ورکړي ځکه چې دی هغه سیاستوال دی چې د عراق له دواړو متحدینو، امریکا او ایران سره نږدې اړیکې یې ساتلې دي.

هر څوک چې ټاکنې وګتي نو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه فیصلې سره به مخ وي وي چې تازه واشنګټن یې د ایران له اټومي معامعلې څخه ویستلی دی. عراقیان ویره لري چې د امریکا دا پریکړه به یې هېواد د تهران او واشنګټن د سیالیو په مرکز بدل کړي.

د عراق پارلماني ټاکنې؛ امریکا او ایران پلوي کاندیدان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

XS
SM
MD
LG