د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق چاودنو د ۲۰۰۶ کال د فرقه يي جګړو ویره پيدا کړې


په بغداد کې د پنجشنبې په ورځ د بمونو څو خونړۍ چاودنې شوي دي چې له امله یې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي او ١٨ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغو چاودنو هدف په بغداد کې د شیعه ګانو د صدر په ښارګوټې کې د کامیلیې ناحیه وه .
پرون د چهارشنبی په ورځ هم په بغداد کې د شیعه ګانو د اوسیدلو په سیمه کې څو چاودنې وشولې چې ٣٣ تنه په کښي ووژل شول .

د عراق صدراعظم نوري المالکی ددغو حملو ټوله ملامتیا د هغو خلکو پر غاړه واچوله چې د هغه په قول قومي او مذهبي تعصب لري.

په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ ميلادي کلونو کې په عراق کې مذهبي او قومي شخړې اوج ته رسېدلې وې او په لس گونو زره خلک په کې ووژل شول . اوس دا ویره موجود ده چې ښايي یو ځل بیا په دغه هېواد کې کورنۍ شخړې او وژنې پیل نشي. ملګري ملتونه وایې چې سږکال د اپریل د میاشتې پوري په عراق کې ٧١٢ کسان وژل شوي او ١٦٣٣ تنه نورټپیان شوي دي.
XS
SM
MD
LG