د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې بمي چاودنو ۱۶کسه وژلي


په عراق کې د پنجشنبې په ورځ سهار وختي بمي چاودنې شوي دي چې لږ تر لږه ۱۶ کسان په کښي وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپیان شوي دي.

پوليسو وويل چي نن سهار د موټر بم يوه سخته چاودنه د بغداد په ختيځ کې وشوله چې ۱۳ کسه يي ووژل. بله چاودنه په يوه مارکيټ کې وشوه چې له امله یې دوه کسه ووژل شول.

له بلي خوا عراقي ماموران وايي چي د پنجشنبې په ورځ په شمالي ښار، موصل کې د سړک پرغاړه د موټر بم يوې چاودنې ۳ تنه پوليسان وژلي دي.

هيچا لا تراوسه پوري د پنجشنبې د ورځې د چاودنو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. د چهارشنبی په ورځ هم په عراق کې د بمونو په چاودنو کې ٢٦ کسه وژل شوي وو. د دغو مرګانيو حملو په وجه د عراقي شعیه ګانو او سنيانو اړيکې ډيرې خرابې شوي دي او د دواړو خواوو ترمنځ تشنج مخ پر زياتېدلو دی.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال په عراق کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. د عراق اهل سنت وايي چي د عراق د شيعه ګانو په لاس کې اوسنی حکومت ورسره دتعصب او تنګ نظرۍ نه کار اخلي او حقوق يي پيمالوي.
XS
SM
MD
LG