د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو مرگ ژوبله لوړه شوې


په عراق کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو څلورمه ورځ ده. درې عربي هیوادونو خپلو اتباعو ته عراق ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.

کویټ، قطر او بحرین، د جمعې په ورځ اکتوبر څلورمه له خپلو اتباعو څخه چې په عراق کې ژوند کوي هم غوښتي چې سمدستي دې ووځي.

په عراق کې مظاهره کوونکو د هغه هیواد په دولت کې د فساد د شتون او د خدماتو د وضعیت په هکله دا څلورمه ده چې په پرله پسې ډول مظاهرې کوي، خو دغه اعتراضونه په څو مواردو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي.

تازه رپوټونه د ۴٢ تنو د وژل کیدو خبر ورکوي چې د اعتراض کوونکو او امنیتي قواو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي.

د عراق تر ټولو نفوذ لرونکي شیعه مذهبي مشر آیت‌الله علي السیستاني د تاوتریخوالي د بندیدو غوښتنه کړې او په عین وخت کې یې په دولت او د عراق د پارلمان په دوو اصلي اړخونو انتقاد کړی چې د خلکو په وړاندې یې خپلې ژمنې ندي پوره کړي.

هغه د عراق له سیاسي مشرانو غوښتي چې د فساد سره په مبارزه کې "څرگند او عملي گامونه" پورته کړي او د عراق له دولت نه یې غوښتي چې په پخلو ؤظایفو عمل وکړي.

له دې دمخه د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي اعتراض کوونکو ته ویلي وو چې د هغوی غوښتنې به واوریدل شي او اوس ددې وخت رارسیدلی چې مظاهرې پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG