د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د داعش پر مرکز بریدونه پيل کړي


د عراق ځواکونه هڅه کوي چې د رمادي ښار له داعش نه بېرته ونیسي.
د عراق ځواکونه هڅه کوي چې د رمادي ښار له داعش نه بېرته ونیسي.

په عراق کې چارواکي وايي د دغه هېواد وسله وال پوځ د سه شنبې په ورځ د رمادي ښار په مرکز بریدونه پیل کړي چې د داعش جنګیالي وشړي، د داعش جنګیالیو د مۍ په میاشت کې دغه ښار ونیوه.

د پلازمېنې بغداد په ۱۰۰ کیلو مېترۍ کې د رمادي د سوني مېشتي ښار د بیا نیولو عملیات تېره میاشت پیل شول، چې سقوط يې د عراق د حکومت او پوځ لویه ماتې وبلل شوه.

د ښار د بیا نیول عملیات ورو روان دي ځکه چې حکومت نغواړي په دغو عملیاتو کې شیعه ملېشې برخه واخلي، حکومت ویره لري چې ملېشې به د جنګ اصول مات او بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

څه موده مخکې د تکریت ښار د بیا نیولو په عملیاتو کې پر شیعه ملېشو کلکې نیوکې وشوې چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

په عراق کې د ترهګرۍ ضد د ادارې ویاند صباح النعماني د رویټرز خبري اژانس ته وویل " زموږ ځواکونه د رمادي په مرکز کې د حکومتي ودانیو پر لوري پرمختګ کوي. اوس جګړه د حکومتي تاسیساتو شاوخوا روانه ده او له پوځ سره د هوايي ځواک مرسته هم شته."

د عراقي چارواکو د اټکل له مخې په رمادي کې شاید د ۲۵۰ او ۳۰۰ پورې د داعش جنګیالي وي.

که د رمادي ښار د بیا نیولو عملیات بریالي شول، دا به له تکریت وروسته د عراق دویم لوی ښار وي چې عراقي ځواکونه یې له داعش څخه بېرته نیسي.

همدا اوس د موصل او فلوجې ښارونه له داعش سره دي.

منځنی ختیځ او د "روسيې امپریالیزم"

که د عراق ځواکونه له داعش جګړه مارانو سره په جګړې بوخت دي، اخوا د ترکيې او روسیې ترمنځ پر یو بل د نیوکو بهیر هماغسې روان دی.

په یوه تازه پرمختګ کې، د ترکيې لومړي وزیر داود احمد اوغلو د سه شنبې په ورځ د سوریې د ادلیب په ښار باندې چې له یاغیانو سره دی، هوايي برید غندلی دی. باور کیږي چې د روسيې جټ الوتکو به دغه برید کړی وی.

ښاغلي اوغلو ویلي دي چې سوریه به د "روسيې د امپریالیزم" برخه نه وي.

د مسکو او انقرې اړيکې تېره میاشت د ترکيې له لوري د روسيې د یو جټ له وېشتلو او غورځولو ورسته خرابې شوې.

د ژغورنې ډله او د ادلیب ښار اوسېدونکي وايي چې په دغه هوايي برید کې لسګونه کسان ووژل شول.

داود اوغلو په پارلمان کې د خپل واکمن ګوند غړو ته وویل " د سوریې ځمکه د روسیې د امپریالیزم کومه برخه نه ده او نه به یې کومه برخه وي. "

روسیې له سپتمبر راهیسې د بشارالاسد په ملاتړ پراخ هوايي عملیات پیل کړي دي، روسیه د بشار الاسد قوي ملګرې ده.

XS
SM
MD
LG