د لاس رسي وړ اتصالات

عراق د داعش سره د جګړې لپاره سنیان استخدام کوي


د عراق حکومت د سُني جنګیالیو یوه غټه ډله جوړه کړیده چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته پرې ماتې ورکړي. کارپوهان وایي داسې معلومیږي چې سُنیان یو ځل بیا په عراق کې بیداره شویدي او ښایي چې داعش ته به ستونزې پیدا کړي.

د امریکا د حکومت جګپوړي چارواکي چې دعراق د حکومت سره ناسته ولاړه لري، امریکا غږ ته یې ویلي دي چې حکومت د سني قبایلي جنګیالیو یوه شپږ زره کسیزه ډله جوړه کړیده چې د اسلامي دولت ډلې ته په ماتې ورکولو کې مهم نقش ادا کولی شي.

د دې ډلې سل ګونه غړي همدا اوس د انبار ایالت د حبانیه پهښار کې د عراقي ځواکونو لخوا د تقدم په هوایي اډې کې روزل کیږي. د امریکا د بروکنګز په انسټیټیوټ کې مبصر مایکل اوهانلن وایي چې په دومره زیاته اندازه د سني جنګیالیو استخدام په سیمېی کې یو ښه اقدام دی.

" دا چې شپږو زرو کسانو ویلي دي چې په ګډه به کار کوي، دا یو ډیر مهم اقدام دی. دا مهمه نده چې هغوي به ښایي په ښه توګه وروزل شي بلکه مهمه دا ده چې هغوي اوس پدې عملیاتو کې عمومي برخه لري. "

د امنیتي چارو مبصرین د عراق په حکومت انتقاد کوي چې د سُني جنګیالیو په منسجم کولو کې یې زیات ځنډ کړی. دوي همدرانګه وایي چې د دې جنګیالیو روزنه پڅه او غیرې منظمه ده.

خو امریکایي چارواکو بیا د دې هرکلی کړی چې په دومره زیات شمیر سنُیانو د داعش سره د جګړې لپاره زړه ښه کړیدی او دا یې د یووالي نښه ګڼلې ده.

امریکایي لیکوال مایکل ویس چې د اسلامي دولت د ډلې په اړه یې کتاب لیکلی، وایي د غربي هیوادونو چارواکي پدې هیله دي چې یو ځل بیا به سُنیان په عراق کې بیداره شي. په عراق باندې د امریکا د یرغل پر وخت سُني ملیشو د القاعده سره په جګړې کې د امریکایي ځواکونو سره لاسی یو کړی و. ښاغلی ویس خبرداری ورکوي چې د هغه وخت په پرتله اوس په عراق کې بي ثباتي بیخي ډیره ده.

" زما په خیال چې پدې مودې کې یوازې د عراق نوم پاتې و، او امریکا پدې خیال ده چې عراق اوس یو موټی او متحد هیواد دی خو حقیقت داسې ندی. "

مایکل اوهانلند پدې باور دي چې د سُني قبایلیو نه پرته د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جګړه نشي ګتل کیدلی. دی وایي د هغوي نقش کیدلی شي چې د عراق د پوځ په قطعو کې ریښتینی خدمت وي، یا د عراق په پولیسو کې قوي نقش ولري ځکه چې هغوي د پخوا نه تجربه لري او یا کولی شي چې د ملي ګارډ په چوکاټ کې خدمت وکړي.

ښاغلی اوهانلن وایي د شپږو زرو سُني جنګیالیو د استخدام نه معلومیږي چې سړی د ایتلافي ځواکونو په کامیابه کیدو شک وکړي ځکه چې دا شمیر د هغو سنُي ملیشو شمیر ته نږدې هم ندی چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف یې په لومړي سر کې وسلې راپورته کړې وې.اوهانلن وایي چې په هغه وخت کې شاوخوا پنځوسو زرو سُني جنګیالیو په مبارزې کې برخه اخیستې وه او زیاتوي چې دا شپږ زره کسیزه ډله به هغه وخت ښه نتیجه ورکړي چې عراقي ځواکونه هم ورسره فعاله ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG