د ملګرو ملتونو د ښوونیزو، ساینسي او فرهنګي چارو سازمان یونسکو د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د ډلې له خوا د آشوریانو د لرغوني ښار نمرود ویجاړول وغندل .
د یونسکو مشرې ایرینا بوکوا وويل " د فرهنګي میراثونو قصدي ورانول جنګي جرم بلل کیږي. البته زما لومړی او وروستی غبرګون قهر او غصه ده، او د دغه نه بښوونکي عمل غندنه کوم څه چې مونږ یې فرهنګي له منځه وړنه بولو ځکه له بده مرغه مونږ د فرهنګي میراثونو په ورانولو کې تیزوالی یوه قصدي جګړه بولو."
د اریزونا د پوهنتون د درکمن په انستیتوت کې د عراق او افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې د پروژې مشره سوزني بات وايي نمرود د لویديځ تمدن اساس جوړاوه.
دغه ځای، نمرود په علومو کې په تیره بیا د نجوم، طب او حقوقو په برخه کې د پرمختګ له وجې د لویدیځ د تمدن مبدا جوړوله، د لویدیځ د تمدن زانګو بلل کیده.
نمرود آشوري عیسویانو د وخت تاریخ ښار وو چې درې زره کاله مخکې ودان شوی. دغه ښار د دجلې د سیند د پاسه له موصل څخه جنوب ختیځ خواته په دیرش کیلومتری کې پروت. د اسلامي دولت ډلې دغه راز د موصل په یوه موزیم کې هم قیمتي آثار ویجاړ کړل.
له اسلام څخه د اسلامي دولت د ډلې د سخت تعبیر له مخې د مجسمو جوړول او ساتنه او زیارتونو ته تګ حرام ګڼل کیږي.
سخته جګړه
د امریکا د دفاع وزارت وايي عراقي ځواکونو له لویدیځ ښار البغدادي څخه د اسلامي دولت د ډلې جنګیالي په شا تنبولي دي. دغه ښار هغې پوځې اډې ته چې امریکايي ځواکونه پکې عراقيان روزي، نږدې پروت دی.
د ایتلافي ځواکونو ګډې قومندانۍ وویل چې عراقي ځواکونو او د انبار د سیمې قبایلي جنګیالیو دغه ښار په بریالیتوب سره د اسلامي دولت له جنګیالیو تصفیه کړ، د پولیسو مرکز او د فرات د سیند د پاسه یې د درې پلونو کنټرول ترلاسه کړ.
د اسلامي دولت جنګیالي په دغو پلونو باندې د سپتمبر له میاشتې راهیسې مسلط وو.
د دفاع له وزارت څخه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د عراق د پوځ یولسمه، شپږمه او اوولسمه فرقه د چټک غبرګون ځواکونه، پولیس او شیعه ملیشې برخه لري.
ډګر جنرال عبدالامیر الشمري چې د بغداد د عملیاتو قومندان دی وايی چې د بغداد د عملیاتو د قومندانۍ ځواکونو د الګرمه په ختیځ کې د پرتو سیمو د ازادولو لپاره لوی تعرضي عملیات شروع کړي او له دغو سیمو د بغداد په ښار باندې د هاوانونو د وارولو او د توغندیو د توغولو لپاره استفاده کیدله.
هغه زیاته کړه د سړک د غاړې د بمونو او پټو نښو ویشتونکو یا سنايپر ډزو د ګډو ځواکونو پرمختګ ورو کړی.
په یوبل خبر کې ویل شوي چی د امریکا د وسله والو ځواکونو د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارتین ډمپسي د جمعې په ورځ وویل چې دی د شیعه ملیشو د ملاتړ د زیاتیدو له امله په عراق کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ په هکله اندېښمن دی.
هغه بحرین او عراق ته د سفر کولو پرمهال، خبریالانو ته د دغې اندېښنې په هکله خبرې وکړې.