د لاس رسي وړ اتصالات

مخ پټو وسله والو کربلا کې لږ تر لږه ۱۸ لاریون کوونکي ووژل


تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

له عراق څخه راغلي راپورونه وايي چې یو شمېر مخ پټو وسله والو پر لاریون کوونکو برید کړی دی او شاوخوا ۱۸ تنه یې وژلي دي.

برید د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) شوی دی چې د چارواکو په وینا سلګونه کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

دا د عراق د حکومت پر ضد د تېرې میاشتې له پیل شویو مظاهرو را وروسته پر لاریون کوونکو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي. اسوشیتډپرس وايي چې امنیتي چارواکو ورته دا ارقام تاید کړي دي خو د هغوي نومونه یې نه دي ښودلي.

په عراق کې خلک د فساد پر ضد، د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو د کموالي او نورو ستونزو پرضد مظاهرې پيل کړي دي. په دغو مظاهرو کې اخ او ډب هم شوی دی چې تر دې دمه په کې شاوخوا ۲۷۰ تنه وژل شوي دي.

په کربلا کې په لاریون کوونکو باندې د دغه تازه برید مسولیت لا چا نه دی اخیستی. په برید کې د تلفاتو په اړه لا هم ضد او نقیص راپورونه ورکول کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې ځينو خلکو د دغه برید ځینې ویدیوګانې هم خپرې کړي دي. خو د کربلا والي ناصر الخطبي وايي چې په برید کې څوک وژل شوي نه دي او خپرې شوې ویدیوګانې هم د کربلا د تازه پېښې نه دي.

اسوشیتد پرس ته یو عیني شاهد ویلي چې اول یو کس له موټر څخه پر لاریون کوونکو برید وکړ او بیا مخ پټي وسله وال راغلل او ډزې یې پیل کړې. ځینو نورو عیني شاهدانو هم دا خبره کړې ده او ویلي یې دي چې دوی مړي او ټپیان لیدلي دي.

په برید کې د طب د پوهنځي یوه ۲۲ کلنه محصله هم وژل شوې ده او دا د روانو لاریونونو لمړنۍ ښځینه ده چې وژل کیږي.

د عراق حکومت ژمنه کړې ده چې د لاریون کوونکو غوښتنې به ومني او د فساد پر ضد مبارزه به هم ګړندۍ کړي.

XS
SM
MD
LG