د لاس رسي وړ اتصالات

د نږدې ۱۲ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره د عراق صدراعظم سوریې ته تللی


د عراق صدراعظم د جمهور رئیس بشارالاسد سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.
د عراق صدراعظم د جمهور رئیس بشارالاسد سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

د عراق صدراعظم محمد شعیه السوداني یکشنبه جولای ۱۶ (چنګاښ۲۵) د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې کتلي دي.

دا د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې په سوریه کې د عرب پاڅون څخه وروسته پدې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې د عراق یو صدراعظم دمشق ته په رسمي سفر ورځي. .

د عراق د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې سفر کې د ښاغلي السوداني سره جګپوړی هیت ملګرتیا کوي او ټاکل شوې چې د سوریایي چارواکو سره به د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورت او سیلګرۍ په برخو کې د همکاریو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په هکله خبرې وکړي.

د سوریې جمهوري ریاست هم ویلي چې ښاغلي السوداني او ښاغلي اسد د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ او اړیکو په هکله خبرې کړيدي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د سخت دریځو ډلو پر ضد مبارزه ښایي ددې سفر د خبرو یوه مهمه برخه وي.

عراق او سوریه چې تقریباً ۶۰۰ کیلو مټره ګډه پوله لري دواړه یې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د وسله والو ګواښونو سره مخ دي.

سره لدې چې داعش ډله د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په همکارۍ په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې ماته شوې خو لا هم د دې ډلې غړي په لیرې پرتو سیمو کې پراته دي او وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.

سوریې بیا پدې تیرو څو کالونو کې د ایران او روسیې په ملاتړ وکړی شو چې ډیرې سیمې د داعش څخه پاکې کړي. ایران چې ډیری وګړي یې شعیه ګان دي د عراق او سوریې د حکومتونو سره نږدې اړیکي لري او په دواړو هیوادونو کې یې نفوذ هم ډیر شوی.

په سوریه کې د کورنۍ جګړې پیل کیدو څخه وروسته ګڼ شمیر لویدیځو او عربي هیوادونو د دمشق سره اړیکې پرې کړلې او ان د عرب لیګ په سازمان کې یې د دې هیواد غړیتوب لغوه کړ خو د همدې کال په سر کې پدې سازمان کې یو ځل بیا سوریې ته غړیتوب ورکړل شو او جمهور رئیس اسد په سعودي عربستان کې دوه میاشتې وړاندې د دې سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG