د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سرتیرو د حشدالشعبي په ملاتړو اوښلن ګاز کارولی


امریکايي سرتیرو په عراق کې د امریکا د سفارت شاوخوا سیمه کې د حشد الشعبي ملیشه ځواکونو په ملاتړو چې دغلته یې مظاهره کړې وه، اوښلن ګاز وکارولو.

نن د چهارشنبې په ورځ (۱ جنوری) د دغې ملیشه ډلې په لسګونو ملاتړو د امریکا د سفارت پر وړاندې مظاهره کړې او دغلته یې خیمې درولې دي.

د حشدالشعبي ملیشه ډلې ملاتړي د سه شنبې په ورځ ( دسمبر ۳۱) په عراق کې د حزب الله د کتایب ډلې په سرتیرو د امریکا هوایي بمبار د غندلو په موخه د امریکا د سفارت وړاندې لاریون وکړ او هڅه یې وکړه چې د سفارت ودانۍ ته ننوځي.

امریکایي سرتیرو هغه وخت د اوښلن ګاز په کارولو پیل وکړ چې د سفارت مخې ته د لاریون کوونکو شمیر مخ په ډیریدو شو او ځینې کسان د سفارت د پذیرایی غرفې بام ته وختل او هلته یې اور بل کړ.

ددغې پیښې لږ ځنډ وروسته سیمې ته د بلوا ضد پولیس او ځانګړي ځواکونه ورسیدل.

سیمې ته د عراق ځانګړو ځواکونو له ورتګ وروسته، د حشد الشعبي ملیشه ډلې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د امریکا د سفارت سیمه دې پریږدي.

له بلې خوا د کتایب حزب الله ډلې ویاند، محمد محي اسوشیټډ پرس ته ویلي چې له سیمې څخه د دوي خیمې نه دي ټولې شوي او مظاهره هماغسې دوام لري. هغه ویلی چې د کتایب حزب الله ډله د ولسمشر او ځینې عراقي سیاستوالو له خوا "د امریکا خوشحاله ساتلو لپاره" تر فشار لاندې ده.

په عراق کې د شیعه ملیشه ډلو لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې امریکایي ځواکونو د تیرې یکشنبې په ورځ په عراق او سوریې کې د کتایب حزب الله ډلې تاسیساتو باندې برید وکړ او ددغې ډلې ۲۵ سرتیري یې ووژل.

امریکا وایي چې دغه برید یې د کتایب حزب الله ډلې له خوا د امریکا په یوې پوځې اډې توغول شویو راکټونو په ځواب کې کړی چې پکې یو امریکایي قراردادي وژل شوی و.

د امریکا ولسمشر او د کانګرس ګڼو غړیو په ایران تور لګولی چې په عراق کې یې د امریکا پر سفارت د عراقي ملیشو په برید کې لاس درلود. خو ایران بیا په دغې پیښې کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

ددغې برید په غبرګون کې د امریکا د دفاع وزارت منځني ختیځ ته د ۷۵۰ اضافي سرتیرو لیږلو پریکړه وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک سپر بیا وایي چې د چټک غبرګون یو واحد ځواکونه یې په راتلونکو څو ورځو کې لیږلو ته چمتو کړي دي.

XS
SM
MD
LG