د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د حکومت ضد مظاهرو له کبله لسګونه کسان ژوبل شوي


په عراق کې د شیعه مذهبي مشر مقتضی الصدر په سلګونو پلویانو په حکومت باندې د اعتراض په ډول، نن یکشنبې جولای ۳۱ (زمري نهمه) ددغه هېواد د پارلمان په ودانۍ کې د دوهمې ورځې دپاره خپل پرلت ته دوام ورکړی و.

دغه اعتراض کوونکو په تیره یوه اونۍ کې، پرون د دوهم ځل لپاره د دغه هیواد پر پارلمان یرغل وکړ. دوی پر حکومتي چارواکو تور لګوي چې په بې نظمیو او اداري فساد کې لاس لري.

د عراق د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې ددغو مظاهره چیان او امنیتي مسوولینو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ اعتراض کوونکي او ۲۵ امنیتي کسان ژوبل شوي دي.

په داسې حال کې چې په عراق کې د ټاکنو راهیسې ۱۰ میاشتې کیږي، خو لا تر اوسه په دغه هېواد کې نوی حکومت ندی جوړ شوی.

شنونکي وايي چې مقتضی الصدر چې یو وخت یې د امریکا ضد ملیشو او عراقي عسکرو رهبري کوله، غواړي ددغو مظاهرو له لارې وښيي چې د عراق د راتلونکي حکومت په جوړولو کې ددغه نظر شامل وي.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په عراق کې د ناکراریو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.

د الصدر د پلویانو مظاهرې په دغه هېواد کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو له خوا د حکومت د جوړولو د هڅو په اعتراض کې شوې دي.

مظاهره چیانو د مقتضی الصدر له غوښتنې سره سم د راتلونکي حکومت د جوړولو پر ضد چې ټاکل شوې ده د یو ائتلاف په چوکاټ کې جوړ شي، اعتراض وکړ. په عراق کې د شیعه ګانو ایتلافي حکومت د ایران په ملاتړ جوړیږي.

د روان کال د جون په میاشت کې د مقتضی الصدر ګوند په هغه هیواد کې د حکومت جوړولو له خبرو اترو څخه ووت او د الصدر د ګوند غړو په ټولیزه توګه د دغه هیواد له پارلمان څخه استعفا وکړه. دغه اقدام د دې لامل شو چې د عراق په پارلمان کې د الصدر سیالان اکثریت شي او هغوی د "همغږي چوکاټ" په ډله کې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن ګوندونه پکې راټول شوي، د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د عراق د قانون له مخې، که یوه پارلماني څوکۍ خالي کیږي، هغه نوماند چې په ټاکنو کې یې په خپله انتخابي حوزه کې دوهمه درجه رایې ترلاسه کړي وي، د هغوی ځای نیسي.

مقتضی الصدر په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکا له پوځي مداخلې وروسته د امریکا د پوځ پر وړاندې د یاغیانو په رهبري کولو کې د خپل رول له کبله مشهور و. د هغه ګوند د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر انتخابات ګټلي وو.

XS
SM
MD
LG