د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د مقتدی صدر په پلوۍ مظاهرې


د صدر پلویانو د بغدا د تحریر په څلور لارې کې مظاهره پیل کړه او بیا د ښار نورو سیمو ته هم خواره شول.
د صدر پلویانو د بغدا د تحریر په څلور لارې کې مظاهره پیل کړه او بیا د ښار نورو سیمو ته هم خواره شول.

په عراق کې د شیعه ګانو د مذهبي مشر مقتدی صدر لس ګونو زرو پلویانو نن د جمعې په ورځ، نومبر ۲۷ (لیندۍ۷) په پلازمینه بغداد کې مظاهرې کړي.

دغو کسانو پداسې حال کې د خپل ځواک د ښودلو لپاره مظاهرې کړي چې په عراق کې د بل کال د جون په میاشت کې د پارلماني ټاکنو لپاره تیاری روان دی.

د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو سره سره، لس ګونه زره خلک د بغداد د تحریر په څلور لارې کې د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي و او وروسته د ښار نورو لارو کوڅو ته هم خواره شول.

د ښاغلي صدر پلویان د عراق دولت مفسد بولي او په نظام کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي. دغه شیعه مذهبي مشر همدارنګه ادعا کړې چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ډیرې څوکۍ وګټي.

پخپله مقتدی صدر په همدې اونۍ کې په ټویټر کې لیکلي و چې توقع لري ګوند به یې ډیرې بریاوې ولري او هڅه به وکړی چې د هیواد راتلونکی صدراعظم هم د هغه د خوځښت غړی وي.

د صدر پلویانو د ۲۰۱۸ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم ډیرې څوکۍ ګټلې وې. د هغه ګوند د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو نه ۵۴ څوکۍ ګټلې وې.

په عراق کې د ځوانانو د پراخو مظاهرو نه وروسته چې په نظام کې د اداري فساد او بې کفایتۍ په خلاف د جدي مبارزې غوښتنه یې کوله، صدراعظم مصطفی الخادمي د انتخاباتو د کیدو نیټه یو کال وړاندې کړله او د ۲۰۲۱ کال د جون میاشت یې د پارلماني انتخاباتو لپاره وټاکله.

پارلماني انتخابات به د نویو قوانینو له مخې کیږي چې پارلمان تازه منظور کړي. په نویو قوانینو کې د ولسوالیو انتخاباتي حوزې کمې شوي او د خپلواکو کاندیدانو لپاره به د لیستونو پر اساس رایې ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG