د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق په تشدد کې 60 تنه وژل شوي دي


عراق چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د شنبې په ورځ په تشدد کې لږ تر لږ 60 تنه وژل شوي دي.

یو موټر بم په بغدا کې د جنازې په مینځ کې انفجار وکړ او ۵۰ کسه په کښي ووژل شول. چاودنه د شیعه ګانو په یوه سیمه کې وشوه. پولیس وايي چې په دې چاودنه کې چې د صدر په سیمه کې وشوه، د 70 نه زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

یو بل رپوټ وايي چې په عراق کې په یو لړ بریدونو کې دامنیتي قواو لس تنه وژل شویدي. داسې ښکاري چې دا په عراق کې د روان تشدد د لړۍ برخه ده.

په دې ترڅ کې تر ټولو خونړی برید د پولیسو پر یوه مرکز باندې د بغداد په شمال کې د بیجي په ښار کې وشو اولږ تر لږ 6 تنه پولیسان پکې ووژل.

دامنیتي قواو د روغتون مسولین وايي چې افراطیانو د شنبې په ورځ وختي د بیجي په سیمه کې پر یوه مرکز برید وکړ. یو افراطي له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو. خو نورو خپل ځان پوري تړلي بمونه د پولیسو په ودانۍ کې دننه وچول. تراوسه پوري چا د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د نېنوا په شمالي ښار کې نامعلومو ټوپک والاوو د زندان دوه ساتونکي ووژل. همدارنګه د موصل په ښار کې دوه عسکر هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.


پرون د جمعې د لمانځه په وخت کې، دبغداد په شمال کې، د ثمره په ښار کي ېوه چاودنه وشوه او لږترلږه (١٥ ) تنه ېې ووژل.

رپوټ وايي په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ پدې وروستیو میاشتو کې تشدد زور اخیستی دی.د دې اونۍ په سرکي په درست بغداد کي د موټر بم چاودنې وشوې او دغه راز په ټول عراق کې هم یولړ چاودنې وشوې چې ټولټال لږترلږه (٣١ ) تنه پکې ووژل شول.

له عراق نه امریکايي عسکر په دوه زره یولسم کال کي را ووتل او د هغه وخت راهیسې په هغه هیواد کې تاوتریخوالی پراخ شویدی.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال په عراق کې د اپریل او اګست دمیاشتو ترمنځ د 4 زرونه زیات عراقیان په تشدد کې وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG