د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په چاودنو کې ۲۱ کسه وژل شوي دي


عراقي چارواکي وايي چې ددغه هېواد په پلازمېنې کې د یو لړ بمي چادونو په لړ کې لږ تر لږه ۲۱ کسه وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښې نن د دوشنبې په ورځ رامنځ ته شوې په داسي حال کې چې د عراق امنیتي ځواکونه ددغه هېواد د فلوجې او رمادي په ښارونو کې د سني یاغیانو پرضد جګړه کوي.

تر ټولو خونړۍ برید د بغداد په جنوب کې د ابو دشیر په شعیه میشتې سیمه کې وشوه چیري چې په یوه مارکیټ کې چې د خلګو ګڼه ګوڼه په کښي زیاته وه د موټر بم په چاودنه کې ۷ کسه ووژل شول او ۱۸ کسه نور تپیان شول.

د دوشنبې د ورځې د بریدونو له جملې څخه ۵ بریده یې په شعیه میشتو سیمو کې وشول او دوه نور یې په سني میشتو سیمو کې وشول.

د تشدد په بلي پېښه کې د کیرکوک په ښار کې چې د عراق په شمالي برخه کې موقعیت لري د دوو موټر بم په چاودنو کې دوه کسه ووژل شول. په چاودنه کې یو سیمه ایز اوسیدونکی عباس چې په خپله هم تپي شوی دی د نارامیوو مسول حکومت ګڼي.

عباس داسي وايي: ،،زبه څه ووایم حکومت وضیعت نشي کنټرولولای. حکومت هیڅ نشي کولای او غریب ملکیان زورېږي او ځپېږي. مونږ د حکومت څخه غواړي چې استعفی وکړي. دا به د دوي په ګټه هم وي او زمونږ په ګټه به هم وي.،،

تراوسه پوري چا ددې برید مسولیت نه دی منلی. په عین حال کې د القاعدې سره ټړلو جګړه مارو ډلو د فلوجې پر ښآر باندي خپل قبضه لا ټینګه کړې ده. دغه ښار د بغداد د باندي دی او د څو اونیوو راهیسې د حکومت د کنټرول څخه وتلی دی.

جګړه ماران چې ځان د عراق د اسلامي حکومت برخه ګڼي د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې یرغمل نیولي دي چې په کښي د پولیسو یو لوړ رتبه صاحبمنصب او څو قومي شیخان شامل دي. دوي د جوماتونو په لاډ سپیکرونو کې پر خلګو نارې وهي چې د عراق د امنیتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي د دوي په جګړه کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG