د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي پوځ د فلوجه د نیولو لپاره عملیات پیل کړ


حکومت پلوه شیعه ملیشه د عراق امنیني ځواکونو سره په گډه د فلوجه د بیرته نیولو لپاره د داعش په وړاندې جنگیږي
حکومت پلوه شیعه ملیشه د عراق امنیني ځواکونو سره په گډه د فلوجه د بیرته نیولو لپاره د داعش په وړاندې جنگیږي

د فلوجه سني میشته ښار په ټول عراق کې د نورو ښارونو په پرتله ډیر وخت د داعش تر ولگې لاندې پاتی شوی او داسې گمان کیږي چې د داعش جنگیالي به پکې ښه ځان تقویه کړی او ټینگ کړی وي.

د فلوجه د بیرته نیولو لپاره د عراقی پوځیان سره دا ځل د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو هوایي بمبارد او د حکومت پلوه شعیه ملیشو هم برخه اخیستې ده.

فالوجه چې له بغداد څخه ٦٥ کیلومتره جنوب خوا ته واټن لري د وروستیو هغو مهمو ښارونو څخه دی چې تر اوسه د داعش تر کنترول لاندې پاتې دی.

د دې ښار نیول ځکه مهم دی چې د عراق چارواکو په وینا، د دغه ښار بېرته نیول به له دې سره مرسته وکړي چې په انبار ولایت کې ژوند بېرته عادي بڼه غوره کړي.

د عراق د ترهگرۍ ضد ځانگړو ځواکونو ویاند صباح ال نورمان د فرانسې خبري اژانس ته وویل

"مونږ نن سهار وختي خپل عملیات پیل کړ چې فلوجه ته ننوځو."

د عراق د ځانگړو ځواکونو یو عسکر، محمد چې د جگړې د لومړۍ کرښې نه د تیلفون له لارې خبرې کولې د پوره نوم د نه ښودولو په شرط وویلي" داعش په لارو باندې بمونه ایښي دي او ځانمرگي بم چوونکي څخه کار اخلي."

هغه زیاته کړه " مونږه قوماندې ته انتظار کوو چې پر مخ لاړ شو او داعش ووژنو."

د عراقي ځواکونو د ځانگړو علمیاتو د قوماندان مرستیال جگړن راجی وایي "تررزم ضد د مبارزې ځواکونو خپل تهاجمی عملیات د سهار په پنځو بجو پیل کړل او د دې تندلارو په وړاندې یې په گڼ شمیر سیمو کې یی ښه پرمختگ هم کړی دی او مونږ به خپل پرمختگ ته دوام ورکو."

په داسې حال کې چې جگړه پیل شوې ده د هغو ملکي وگړو د خوندیتوب په هکله هم اندیښنه زیاته شوې ده چې د داعش تر ولگې لاندې د فلوجه ښار کې بند پاتې دي.

یوازې ٨٠٠ کسانو وشو کړای چې له فلوجه نه وتښتیي.

حکومتي چارواکي او مرستندویې ډلې اټکل کوي چې په دې اکثریت سني میشته ښار کې شاو خوا پنځوس زره کسان په جگړې کې ایسار پاتی دی ځکه چې داعش خلکو ته له ښار څخه د وتلو اجازه نه ورکوي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویانده ملیسا فلیمینگ ویلي چې په فلوجه کې د ملکي خلکو د ژوند په هکله یې زړه بوگنونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.

"داعش یو شمیر نارینه او تنکي ځوانان چې د دوی په ملاتړ یې د جگړې نه ډډه کوله وژلي دي. نور رپوټونه وایي چې یو شمیر نورو ته چې غوښتل یې د سیمې څخه ووځي هم سختې سزاگانې ورکړ شوي دي. د دوي د بمباریو له کبله زیات شمیر ژوندي پاتې کسانو هم د ودانیو د ډبرو لاندې ساه ورکړه. نو مونږ وایو چې ملکي وگړو ته باید د وتلو خوندی لارې برابری شي."

هغه خلک چې د فلوجه نه تښتیدلي دي، نارینه او ځوانان یې سره جلا کړ شوي دي او د ځانگړو تلاشیو لپاره مخصوص ځای ته بیول شوي دي.

په بغداد کې د فلوجه څخه د راتیښتدلي ځایي اوسیدونکو په هکله شکونه موجود دي چې د څه دپاسه دوو کلونو راپدیخوا د داعش تر ولگې لاندې دی.

د عراق یوه فدرالي پولیس چې د خپل مخفف نوم یې ه-ک ورکړ، وې ویل "هغوی غولول شوي دي او باید یوه ځانگړي کمپ کې واچول شوي."

د عراق فلوجه ښار له شپږ میاشتو راهیسې تر محاصره لاندې دی چې لږ خوراکي مواد او درمل ورته رسول کیږي.

له فلوجه نه یوه راکډه شوې ښځه چې خپل نوم یې الحین ښودو د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ته د داعش تر ولگې لاندې د څو تیرو میاشتو ژوند داسې بیان کړ. "کله چې داعش د ښار نه د وتلو دروازې وتړلې ډیرې کورنۍ د رواني ستونزو سره مخامخ شول او ځیني ځانونه ووژل. ځیني نور بیا ځانونو ته اور واچول او ځیني خپل ماشومان په اوبو کې ډوب کړل."

هغې زیاته کړه " په خدای قسم څه چه وایم، ریښتیا وایم."

دا ممکن ندي چې دا راپورونه په خپلواکه توگه تایید کړای شي.

هادي ال امیري د الحشد الشعبی د عراق د خلکو د بسیج لوا قوماندان وایي "زمونږ سپارښتنه پوځیانو ته دا ده چې د کورنیو سره په مهربانۍ چلند وکړي او احترام یې وساتئ. او زمونږ مشوره جنگیالیو ته دا ده چې دولتي او شخصي شتمنۍ خوندي وساتي."

د داعش تندلارو په دوه زره څوارلسم کې د فلوجه کنترول شپږ میاشتې مخکې له دې تر لاسه کړ چې دوی د عراق په گوټ گوټ کی د اکثرو لویو ښارونو د نیولو سره خپل خلافت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG