عراق د کردانو تر ولکې لاندې د تیلو د ساحو د کنټرول پرېکړه کړې

د عراق صدراعظم علي الزایدي فدرالي ادارو ته امر کړی چې ددغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د تیلو د هغو ساحو اداره پر غاړه واخلي چې د کردانو تر نفوذ لاندې دي.

دغه پرېکړه د سې شنبې په ورځ (نومبر ۲۴) په داسې حال کې اعلان شوه چې د عراق حکومت د تیلو د قاچاق پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

صدراعظم الزایدي همدارنګه په عراق کې د ایران تر ټولو ځواکمنې نیابتي وسله والې ډلې، کتایب حزب الله او هغو لوړپوړو چارواکو پر ضد اقدامات سخت کړي چې د تیلو د قاچاق کوونکو شبکو په چلولو تورن دي.

کتایب حزب الله چې په عراق کې پراخ سیاسي نفوذ لري او د قانون له تعقیب پرته په فعالیت کولو تورنه ده، د تیلو د قاچاق د شبکو په تړاو د لوړې کچې د رسمي تحقیقاتو موندنې رد کړې دي.

ایران چې د امریکا د پرله‌پسې بندیزونو له امله تر اقتصادي فشار لاندې دی، عراق خپل مهم اقتصادي شریک او وروستۍ اقتصادي تکیه بولي.

د عراق دولتي خبري اژانس ددغه هېواد د استخباراتي سرچینو په حواله ویلي چې د کرکوک له ستراتیژیک ښار او همدارنګه د کردانو تر ادارې لاندې سلیمانیې څخه ایران ته او له هغه ځایه افغانستان ته د تیلو د قاچاق لارې کارول کېدې.

تر اوسه ایران او افغانستان د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د رویټرز خبري اژانس ویلي چې سمدستي یې دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید کړي.

د الزایدي حکومت وایي چې د تیلو د ساحو او سرحدي لارو چارو مرکزي کول د ملي حاکمیت د پیاوړتیا او د عراق د شتمنیو د خوندي کولو لپاره ضروري دي. د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د تیلو قاچاق د دولت اقتصادي ګټو ته جدي زیان رسوي او باید مخه یې ونیول شي.

خو د کردستان د سیمې اعلی وزیر مسرور بارزاني د بغداد دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د تیلو او سرحدي دروازو واک فدرالي حکومت ته سپارل ورته د منلو وړ نه ده. هغه ټینګار کړی چې دا ډول شخړې باید د اساسي قانون له مخې حل شي.

شنونکي وايي، د بغداد او د کردستان د سیمه ایز حکومت ترمنځ د تیلو، بودجې او واک پر سر لانجې له کلونو راهیسې دوام لري او وروستۍ پرېکړه ښايي د دواړو خواوو اړیکې لا ترینګلې کړي.

​
XS
SM
MD
LG