د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د افغانستان د اوسپنې په استخراج کې د پانګونې وړاندیز کړی


미국 도널드 트럼프 전 대통령의 탄핵심판을 준비하는 하원 탄핵소추위원들이 8일 상원 회의실로 향하고 있다. 트럼프 전 대통령은 지난달 6일 의사당 난입 사태와 관련해 두 번째 탄핵심판을 받는다.
미국 도널드 트럼프 전 대통령의 탄핵심판을 준비하는 하원 탄핵소추위원들이 8일 상원 회의실로 향하고 있다. 트럼프 전 대통령은 지난달 6일 의사당 난입 사태와 관련해 두 번째 탄핵심판을 받는다.

ایراني‌ چارواکي ‌وايي له افغان حکومت سره یې د اوسپنې د معادونو د استخراج په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

کابل وايي‌ تهران په هرات کې د اوسپنې د یو معادن په استخراج کې د پانګونې غوښتنه کړې ده، خو وايي‌ افغان حکومت یې په اړه فکر کوي.

د طلوع تلویزون د افغانستان د معادنو د وزیرې نرګس نهان له خولې ليکلي‌ دي چې ایران غواړي‌ د معادنو د استخراج وسایل افغانستان ته انتقال کړي، ‌خو افغان حکومت تراوسه موافقه نه ده کړې.

د سنګان معادن د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد کې دی، چې ایران وار دمخه د خپلې برخې معادن استخراج پیل کړی دی. میرمن نهان وايي ایران خامو مواد ته اړتیا لري او له همدې کبله په افغانستان کې د معادنو په استخراج کې پانګونې ته لیوال دی.

د همدغې میاشتې په پیل کې په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا وویل چې له افغان حکومت سره په طبعي زیرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړي‌ دي.

څه موده وړاندې امریکايي رسنیو هم د افغانستان د معادنو په استخراج کې د امریکايي شرکتونو د پانګونې په اړه راپورونه خپاره کړل.

امریکا او ایران له افغانستان پرته په ګڼو نړیوالو مسایلو کې ژور اختلافات لري او څرګنده نده چې افغان حکومت به د معادنو په چارو کې د دغو دواړو هیوادنو اقتصادي ګټې څه ډول انډولې کړي.

افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی، د طبیعي زیرمو له پلوه بډاې هېواد بلل کیږي. د امریکا د جیولیوجیکي سروې له مخې د افغانستان طبعي زیرمې شاوخوا یو تریلیون ډالر ارزښت لري.

د دغو طبعي زیرمو د استخراج لپاره یوشمېر نړیوالو شرکتونو او هېوادونو دلچسپي ښودلې ده، خو نا امني د دغو کانونو د سپړلو لپاره تر ټولو ستر خنډ بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG