د لاس رسي وړ اتصالات

داعش بلوچستان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید د کولو ادعا وکړله


په ځانمرګي برید کې د پاکستان ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر دیرشو نور ټپي شوي.
په ځانمرګي برید کې د پاکستان ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر دیرشو نور ټپي شوي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په امنیتي ځواکونو د ځانمرګي برید د کولو ادعا وکړله چې د چارواکو په حوالې پکې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او تر دیرشو نور ټپي شوي.

برید د بلوچستان ایالت د سبي په سیمه کې په لوړ پوړي حکومتي کاروان شوی.

دا د یوې اوونۍ څخه په لږې مودې کې دویم ځل دی چې د اسلامي دولت په پاکستان کې د ځانمرګي برید کولو ادعا کوي.

تر اوسه معلومه نده چې آیا د داعش-خراسان څانګې د ځانمرګي برید هدف به د پاکستان د جمهور رئیس عارف علوي موټر و که نه، خو پاکستاني چارواکي وایي چې د ښاغلي علوي د موټرو کاروان د برید څخه یوازې څو دقیقې وړاندې د پیښې د ځای څخه تیر شوی و.

د پاکستان جمهور رئیس بلوچستان ته د کلني کلتوري جشن د لمانځلو لپاره تللی و چې هلته یې وینا هم وکړله. ښاغلي علوي پخپلو خبرو کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ډیرې پرمختللې وسلې د "ترهګرو" لاسته ورغلي دي.

د پاکستان جمهور رئیس تیره میاشت هم د ډان ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي و چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د شپې لخوا د دید ځانګړې عینکې او پرمختللې وسلې د هغو ترهګرو لاسته ورغلي چې د پولې راوړي او په پاکستان بریدونه کوي.

د دې برید څخه وړاندې اسلامي دولت د خیبر پښتونخوا د پیښور په ښار کې د شعیه ګیانو په یو جومات کې هم د ځانمرګي برید د کولو ادعا وکړله چې ۶۳ تنه پکې ووژل شول او تر ۲ سوو ډیر ټپي شول.

خو دا یوازې داعش ډله نده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي بلکې د بلوچستان په ایالت کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي او د پاکستاني طالبانو د غورځنګ وسله وال وخت ناوخته د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د پاکستان په پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG