د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي هغه برید دوی کړی چې ۱۱ مصري سرتیري پکې وژل شوي


د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي د سویز کانال په ختیځه برخه کې د اوبو په پمپ سټیشن کې برید دې ډلې کړی او لږ تر لږه ۱۱ مصري سرتیري یې وژلي دي.

د مصر پوځ ویلي چې برید د شنبې په ورځ شوی او پنځه سرتیري په کې ټپي شوي هم دي. دا په تیرو څو کالونو کې د مصر په امنیتي ځواکونو یوه تر ټولو خونړۍ حمله ده.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح ال سیسي د وسله والو ځواکونو د عالي شورا په غونډې کې د وسله والو ځواکونو د قوماندانانو سره د دې برید په عواقبو غږیدلی خو د هغه دفتر پدې هکله نور جزیات ندي ورکړي چې په ملاقات کې په کومو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د اعماق خبري اژانس د داعش یوه اعلامیه خپره کړې چې د دې برید د کولو ادعا پکې شوې.

سره لدې چې تر اوسه د دې اعلامیې ریښتینولي نده ثابت شوې خو په ټیلیګرام کې پخوا هم دی ته ورته اعلامیې د داعش له آدرسه خپرې شوې.

برید د اسماعیلیه ولایت د قنطارا په ښارګوټي کې شوی چې د سویز کانال ختیځ خوا ته دی.

د مصر د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې وسله والو په هغې امنیتي پوستې برید کړی چې د اوبو دا پمپ سټیشن یې ساته او له برید څخه وروسته تښتیدلي خو پوځ د سینا په ټاپو کې ددې وسله والو پسې ګرځي.

په مصر کې حکومت د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا چې د اسلامپال جمهور رئیس محمد مرسې په مشرۍ حکومت ړنګ شو، د سینای په ټاپو کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې لخوا د پیل شوي بغاوت پر ضد جنګیږي.

دا وسله واله ډله پخپلو بریدونو کې ډیری وخت امنیتي ځواکونه او یا مصري مسیحیان په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG