د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي په کابل کې د پاکستان په سفارت برید دوی کړی


آرشیف
آرشیف

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفات برید دوی کړی.

د سایټ په نامه ویب پاڼه چې د جهادي ډلو فعالیت څاري،شنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) د داعش-خراسان څانګې اعلامیه خپره کړې چې پکې دې ډلې ادعا کړې په کابل کې په " مرتد پاکستاني سفیر او محافظینو " برید دوی کړی.

په کابل کې پولیسو ویلي چې د برید په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی او سفارت سره په نږدې ودانۍ کې چارواکو دوه سپکې وسلې هم پیدا کړي خو پولیسو دا ندي ویلي چې آیا نیول شوی کسان د داعش-خراسان ډلې غړی دی که نه.

د پاکستان د سفارت یو مامور د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې برید کوونکی یو تن و او د سفارت ودانۍ سره د نږدې کورونو څخه یې ډزې کړي چې سفیر او د سفارت مامورنیو ته پکې کوم زیان ندی رسیدلی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره تلیفوني خبرو کې نوموړي ته په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنیت ټینګولو او د دغه برید د عاملینو د پیدا کېدو ډاډ یې ورکړی دی.

پاکستان هم ویلي چې د برید څخه وروسته په کابل کې د خپل سفارت د تړلو یا مامورینو د ایستلو کوم پلان نلري.

امریکا او ملګرو ملتونو دا برید غندلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې متحده ایالات په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید چې هدف یې د دغه سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان و غندي.

ښاغلي پرایس زیاته کړې چې د امریکا متحده ایالات پر دغه بهرني دپلوماتیک بنسټ د برید په اړه ژوره اندېښنه لري او اړتیا ده چې په دې اړه بشپړه او شفافې څېړنې وشي.

پخپله پاکستان هم د برید په هکله د پلټنو غوښتنه کړې.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه غوښتي چې د دپلوماتیکو بنسټونو امنیت او د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو د کار کوونکو خوندیتوب ته احترام وکړي.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: "دامنیت شورا غړي د دغه تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیمونکو، تمویلونکو او ملاتړ کوونکو د حساب ورکولو او محاسبې پر اړتیا ټینګار کوي.



XS
SM
MD
LG