د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د دشت برچي د چاودنې مسئولیت ومانه


په برید کې یو تن ووژل شوی او ۴ نور ټپي شول
په برید کې یو تن ووژل شوی او ۴ نور ټپي شول

د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې ادعا کړې چې د کابل ښار په لویدیځه برخه کې د دشت برچي په سیمه کې د شنبې د ورځې چاودنه چې یو خبریال پکې ووژل شو او څلور تنه ټپي شول، دوی کړی دی.

د داعش-خراسان څانګې د ټیلیګرام په چینلونو کې د برید د کولو ادعا کړې ده.

دې ډلې په برید کې ۲۰ کسانو د وژلو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په بس موټرو کې یې بمونه ځای په ځاي کړي وو خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې په مسافر وړونکي موټر کې د اور لګیدو له کبله یو ملکي کس مړ شوی او درې نور ټپي شویدي.

د اګست د میاشتې د ۱۵مې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی د ننګرهار په ولایت کې لسګونه چاودنې شوي چې د داعش خراسان څانګې یې مسئولیت منلی.

د کابل لویدیځه او په ځانګړې توګه د دشت برچي په سیمه کې چې ډیری اوسیدونکي یې شعیه ګان او هزراه ګان دي تر دې وړاندې د داعش وسله والې ډلې څو بریدونه کړي.

د طالبانو حکومت د نومبر د میاشتې په لسمه نیټه (لړم ۱۹) وویل چې واک ته له رسیدو وروسته یې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست یو ویاند خلیل همراز په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نیولو شویو کسانو کې د داعش د خراسان څانګې جګپوړي قومندانان هم شامل دي.

خلیل همراز په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دغو کسانو چې له داعش سره اړیکې درلودې اوس تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په زندانونو کې دي."

د طالبانو د استخباراتو د برخې دغه ویاند ادعا وکړه چې د طالبانو په عملیاتو کې د داعش اړوند ۴۰ جنګیالي وژل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG