د لاس رسي وړ اتصالات

د میرمنو لپاره د داعش نوی قانون


داعش د سوریې د راقې ښار د خپل "خلافت" پایتخت ګڼي
داعش د سوریې د راقې ښار د خپل "خلافت" پایتخت ګڼي

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د سوریې په هغو سیمو کې چې د هغوي په لاس کې دې، میرمنو ته امر کړی چې تور کالي به اغوندي. د سیمې اوسیدونکو ویلي دي داعش هغه میرمنو ته سزا ورکوي چې د امر نه سرغړاونه کوي او رنګه کالي اغوندي.

د اسلامي دولت یا داعش ډله وایي چې د میرمنو لپاره رنګه کالي مناسب ندي ځکه چې هغه پاروونکي دي. د سوریې د دیر زور یو اوسیدونکی ابو حسن وایي مور او میرمن یې د داعش جنګیالیو پدې خاطر ونیولې چې رنګه کالي یې اغوستې و.

حسن وایي مور او میرمن یې تر هغه وخته داعشیانو بندي کړې وې چې هغه د یو ګرام سرو زرو په ارزښت جریمه نه وه ورکړې.

سره لدې چې امریکا غږ د ښاغلي حسن قضیه په خپلواکه توګه نده تائید کړې ځکه داعش د خپل کنترول لاندې د سیمو نه بهر بل چا سره اړیکې نه نیسي، خو د هغې ورځې راهیسې چې دې ډلې په عراق او سوریه کې ځینې سیمې نیولې دي، په ځانګړې ډول د میرمنو لپاره یې جدې قوانین جوړ کړي.

داعش همدارنګه هغه میرمنې نیولي دي چې د خپلو کورونو په بامونو د میرمنو کالي په تنابونو کې ځوړندوي.

د سوریې د راقې د ښار یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د داعش ډله پدې عقیده ده چې د میرمنو پورې اړوند په هیڅ شي باید چې " د سړي سترګې ونه لګیږي"

د داعش ډله همدارنګه په راقې کې چې هغوي یې د خپل " خلافت" پایتخت ګڼي، میرمنو ته امر کړی چې د محرم پرته به د کور نه بیرون نه اوځي.

د راقې د ښار دغه اوسیدونکی وایيد داعش مذهبي پولیسو یو سړی په عام مظهر کې پدې خاطر څلویښت درې وواهه چې " خپلې میرمن ته یې اجازه ورکړې وه چې د خپلې خور کور ته یوازې ولاړه شي. "

XS
SM
MD
LG