د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو


د افغانستان او باکستان لپاره د داعش د مشر د وژلو په باب د ملي امنیت د ریاست ادعا تراوسه کومې مستقلې منبع تائید کړې نه ده.
د افغانستان او باکستان لپاره د داعش د مشر د وژلو په باب د ملي امنیت د ریاست ادعا تراوسه کومې مستقلې منبع تائید کړې نه ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې د حافظ سعید په نوم د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش مشر تیره شپه د ننګرهارولایت په اچین کې د ۲۹ نورو وسله والو سره د ائتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست به یو بیان کې ویلي چې په حافظ سعید او د هغه په وسله والو د برید لپاره استخباراتي معلومات ددغه ریاست له خوا بهرنیو ځواکونو ته برابر شوې وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې تیره شپه د امریکایي ځواکونو په یو برید کې د داعش د ډلې د ۳۰ وسله والو سړو وژل تائید کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند په کابل کې خبریالانو ته وویل "هغه ضربې چې دوی باندې وارد شوي د دوی تلفات زیات دي او د دوی لپاره به ننګرهار داسې یو ځای وګرځي، چې دوی به فعالیت ونشي کولای، تاسې د ملي امنیت لوی ریاست خاص تدابیر هم ولیدل، همداراز ملي اردو او ملي پولیس په هغه ولایت کې جدي تدابیر لري او په هر امکانات او هر قیمت باندې چې تمام شي، موږ به د دې ډله مخه نیسو، دا ګوزار چې دوی لیدلی دا ډير یو سنګین ګوزار دی او دوی به دا ظرفیت او فُرصت ونلري چې په ننګرهار کې فعالیت وکړي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل د داعش ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او په وړاندې یې ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي په افغانتسان کې د داعش موجودیت دومره جدي نه ګڼي او وايی، په هره سیمه کې چې دغې ډلې جنګیالیو سر راپورته کړی د افغان وسله‌وال پوځ له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال دولت وزیري وايی افغان ځواکونو په هلمند، فراه او ننګرهار ولایتونو کې د داعش ډله ځپلې او هغوی ته یې درانه تلفات اړولي دي.

جنرال وزیري وویل "دوی نه پریږدو چې رشد وکړي او یا په افغانستان کې سربازګیري وکړي، په دریو ولایتونو کې د دوی حضور لیدل شوی وو په دریواړو ولایتونو کې دوی ځپل شوي دي، په دریواړو ولایتونو کې د دوی ملا ماته شوې ده، نو مخکې له دې چې دوی نورو ولایتونو ته لاړ شي او نورو ولایتونو کې سربازګیري وکړي په هماغو ولایتونو کې په نتفه کې خنثی شول، نو معنی دا ده چې موږ په افغانستان کې د دوی په هکله دومره جدي تشویش نلرو."

دغه راز، ښاغلي وزیري وویل افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې لس پلان شوي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې، د دولت ۱۹۸ وسله‌وال مخالفین وژل شوي، ۱۲۳ ټپیان دي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه وویل په دغو عملیاتو کې ۱۲ افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

کویټې شورا د پوځي کمیسیون د یو غړی نیول

دغه راز، د ملي امنیت ریاست په یوه بله اعلامیه کې راغلي چې په زابل کې یې د کویټې شورا د پوځي کمیسیون یو فعال غړی مولوي فیض الله ژوندی نیولی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي، مولوي فیض الله، چې په خټه ازبک دی، چې په کندهار، غزني او زابل ولایتونو کې یې د وسله‌والو طالبانو د لسو ډلګیو مشري کوله او د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو، د طالبانو په لیکو کې د ځوانانو په ځای پر ځای کولو، هغوی ته د مالي او لوژستیکي امکاناتو په برابرولو، د استخباراتي مالوماتو په راټولولو، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نفوذ موندلو او د زابل په لویه لار د لارویو په زورولو کې فعاله ونډه درلوده.

XS
SM
MD
LG