د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان یو یمنی د 'داعش سره د اړیکو' په تور اعدام کړ 


د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) وویل چې یو یمنی یې پدې هیواد کې د ځانمرګي برید د طرحه کولو او د دعش تروریستي ډلې سره د اړیکو په تور اعدام کړ.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې ویلي: "د یمن یو تبعه محمد الصدام، د داعش د تروریستي سازمان په امر په یو عامه محل کې د ملکي وګړو د غونډو د په نښه کولو په لټه کې و."

په بیان کې همداشان ویل شوي چې دغه کس د داعش سره بیعت کړی و او نیت یې درلود چې د چاودیدونکو توکیو د واسکټ نه په استفادې یو ځانمرګی برید وکړي. خو ددغې پیښې په هکله یې نور جزییات ندي ورکړي.

د الصدام د اعدام حکم په ریاض کې د دوشنبې په ورځ اجرا شو.

سعودي عربستان چې په نړۍ کې تر ټولو زیات اعدامونه ترسره کوي د ۲۰۱۴ کال له وروستیو څخه راپدیخوا د داعش د یو لړ وژونکو بریدونو او بمي چاودنو سره مخامخ دی.

سعودي عربستان د بشري حقونو د کارنامو له درکه د نړیوالې ټولنې له لورې د سختو انتقادونو سره مخامخ دی. دغه انتقادونه په ځانګړې توګه د خبریال جمال خاشقجي له وژنې او د بشري حقونو د یو شمیر ښځینه مدافعینو د زنداني کولو وروسته پردې هیواد زیات شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د دفاع ډلې د شکنجې او د غیر عادلانه محکمو شتون ته په اشارې له سعودي عربستان څخه غوښتي چې د اعدام د پلي کولو سزا دی ودروي. خو سعودي عربستان دغه تورونه ردوي.

د سعودي عربستان د دولت تر ملاتړ لاندې ددې هیواد د بشري حقونو د کمیسیون د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په مجموعي توګه ۲۷ تنه اعدام شوي دي. دغه شمیره د تیر کال په پرتله ډیره کمه ده چې پدې هیواد کې ۱۸۴ تنه اعدام شوي وو.

خو د بخښنې نړیوال سازمان د روان کال د اګسټ په میاشت کې اعلان وکړ چې په سعودي عربستان کې سږکال لږ تر لږه ۴۰ تنه د جنورۍ او جولای میاشتو ترمنځ اعدام شوي دي چې د ۲۰۲۰ کال د مجموعي اعدامونو څخه زیات دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ په اساس سږکال په سعودي عربستان کې په مجموعي توګه ۷۰ تنه اعدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG