د لاس رسي وړ اتصالات

آیا روسیه د اوکراین په لور اتومي وسلې لېږدوي؟


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

ناتایید شوي راپورونه وايي، د روسیې د اټومي څانګې له خوا یو ریل ګاډی د اوکراین د پولې پر لور د حرکت په حال کې لیدل شوی دی. خو سپینې ماڼۍ څرګنده کړې ده، ددې نښې نه ویني چې روسیه دې د اوکراین په خلاف د اټومي وسلو د کارولو دپاره تیاری نیسي.

د سه شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر د هغو ناتایید شویو راپورونو په اړه چې ښايي روسیه د اوکراین سره د پولې پر لور اټومي وسلې لېږدوي، وویل: "موږ دلته د اټومي وسلو هر ګواښ خورا جدي نیسو. غواړم ووایم، موږ داسې هیڅ کوم دلیل نه وینو چې زموږ ستراتیژیکې اټومي وسلې وخوځیږي او داسې نښې نښانې هم نشته چې وښيي روسیه د اټومي وسلو کارولو ته چمتووالی نیسي."

روسیه په نړۍ کې تر ټولو زیاتې اټومي وسلې لري او کارپوهان وايي مسکو تر متحده ایالاتو لس برابره زیاتې تاکتیکي اټومي وسلې لري. د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځینې داسې وسلې معرفي کړې چې وايي کشفېدل یې ناشوني دي او کولای شي د نړۍ تقریبا هر نقطه وولي. په اوکراین کې د روسي ځواکونو د وروستي په شاتګ وروسته، پوتین ګواښ کړی چې د روسیې د دفاع لپاره به "په خپل اختیار کې له ټولو امکاناتو" کار واخلي.

روسیې د اوکراین د جګړې په ځینو لیکو کې له ماتې وروسته د خپلو احتیاط ځواکونو د خوځولو اعلان وکړ چې له امله یې په سلګونو زره روسان له هېواد څخه تېښتې ته اړ شول.

د ملي امنیت کارپوه مچل والرسټین وايي د پوتین له لورې د اټومي وسلو کارول به په تېره څه باندې نیمه پیړۍ کې بې ساري وي.

په بهرنیو اړیکو کې د شیکاګو د شورا دې غړي وویل: "دا به هغه سره کرښه ماته کړي چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د هیڅ هیواد له لوري نده ماته شوې. هغه [پوتین] اندېښمن دی چې امکانات یې محدود دي. ممکن د لږ اندازې تاکتیکي اټومي وسلو کارولو هڅه وکړي. له هغه اندازې ډېر کم چې په هیروشیما او ناګاساکي کې کارول شوي وو. او ددې کار موخه یې په کیف کې د اوکراین د رژیم د نسکورولو هڅه ده او یا دا چې وښيي، 'وګوره دا هغه څه دي چې زه یې کولی شم.''"

نور کارپوهان هم اندېښمن دي. جېمز اېکټن د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي بنسټ د اټومي پالیسۍ د پروګرامونو مشر دی او وايي د روسیې له لوري د اټومي وسلو استعمال په بشپړ ډول نه ردوي.

هغه وویل: "زه فکر کوم که دا جګړه د پوتین لپاره خورا بد لوري ته لاړه شي، او هغه له سختې پوځي ماتې سره مخ شي، خپل واک په خطر کې وویني، او یا د روسیې اقتصاد د سقوط په حال کې وي، نو په داسې شرایطو کې زه د روسیې د اټومي وسلو د کارولو احتمال نه ردوم."

اېکټن وايي، د روسیي له لوري د اټومي وسلو د استعمال امکان د سړې جګړې له پای راهیسې اوس ډیر زیات شوی دی. خو وايي، فکر کوي د پوتین د زور ښودلو دې هڅو سره سره، هغه پوهیږي چې د اټومي وسلو کارول په اوکراین کې د جګړې د ګټلو لار نده.

ښاغلي اېکټن وویل: "هدف دا دی چې اوکراین او د اوکراین لویدیځ ملاتړي، په ځانګړي ډول متحده ایالات ووېرول شي. د تاوتریخي زیاتېدول او د اټومي جګړې ګواښ ممکن هغوی ووېروي، په شا شي او سوله ایز حل وغواړي. دا به پوتین ته یو امتیاز او له جګړې څخه په آبرومندانه ډول د وتلو لار ورکړي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، ځواکونه یې په چټکۍ سره پرمختګ کوي او د اوکراین په ختیځ او جنوبي برخو کې یې لسګونه سیمې بېرته نیولي دي.

د روسیې د دفاع وزارت منلې چې روسي ځواکونو د اوکراین د ځوابي بریدونو له امله په شاتګ کړی دی.

د اټومي وسلو کارپوهانو امریکا غږ ته وویل چې که پوتین د اوکراین سرحد ته د اټومي وسلو د انتقالولو هڅه کوي نو امریکا یې د څارلو او معلومولو وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG