د لاس رسي وړ اتصالات

ایساف: د پروان په زندان د توغندیو برید مرګ ژوبله اړولې


د بګرام پخوانی زندان چې د پروان د زندان یادیږي (ارشیف)
د بګرام پخوانی زندان چې د پروان د زندان یادیږي (ارشیف)

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه وایي چې د پروان په ولایت کې د پروان په زندان د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو د اوړمۍ ورځې د توغندیو په یو برید کې یو بندي وژل شوی او شپږویشت نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو یو ویاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د مخالفو وسلوالو د غیر مستقیم برید په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ شوی یو بندي وژل شوی دی.

د ایساف دغه ویاند د نوم د نه ښودلو پرته امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې افغان او ائتلافي ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی اوښتی.

هغه وویل " د طالبانو او د نورو شورشي ډلو د غړو د بندیانو په ګډون شپږویشت تنه په دغه برید کې ټپیان شوي دي ، خو په برید کې افغان او ائتلافې ځواکونو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی".

ایساف وایي هغو کسانو چې په دغه برید کې یې ژور ټپونه اخیستي د درملنې لپاره د ائتیلافي ځواکونو پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د پروان ولایت د والي ویاند وحیدالله صدیقي امریکا غږ سره په خبرو کې په دغه برید کې د شلو بندیانو ټپي کیدل تائید کړل.

صدیقي وویل چې مخالفو وسلوالو د کابل د قره باغ د ولسوالۍ له مربوطاتو د بګرام په هوایي ډکر توغندي ویشتلي چې دغه هوایې ډګر سره نږدې د پروان په زندان پریوتي دي چې له امله یې شل تنه بندیان ټپیان شوي دي.

صدیقي وویل" ددې ترڅنګ چې کله کله د پروان له ولایت نه هم د بګرام په هوایي ډګر د توغندیو بریدونه کیږي ، خو په دغه هوایي ډګر اکثره بریدونه د کاپیسا ولایت او د کابل ولایت د قره باغ له مربوطاتو ترسره کیږي مونږ دواړو ولایتو امنیتي چارواکو سره په دې باب خبرې کړي دي او جدي تدابیر مو هم نیولي دي خو بیا هم له بده مرغه دا پیښه رامنځ ته شوې ده".

د بګرام زندان مسولیت چې د پروان د زندان په نوم یادیږې ددې کال په لومړیو کې د نړیوالو ځواکونو نه افغان حکومت ته وسپارل شو.

په دغه زندان کې هغه بندیان چې د نړیوالو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو سره د اړیکو په تور نیول شوي ، ساتل کیږي.

تراوسه په دغه زندان کې د پرتو بندیانودقیق شمیر معلوم نه دی.

د افغانستان پخواني جمهورریس حامد کرزي ددې کال په اوږدو کې له دغه زندان نه د شپږ سوو نه زیات بندیان خوشې کړل چې د ښاغلي کرزي دا اقدام د امریکا د پوځ د کلک مخالفت سره مخ شو.

نوي افغان جمهور رئیس د خپل کار د پیل په لومړیو ورځو کې د څرخي پله له زندان نه د لیدنې په وخت بندیانو ته د عدالت د پلي کیدلو ډاډ ورکړ او د عدلي او قضایې ارګانونو نه یې وغوښتل چې د یوې میاشتې په موده کې دې د ټولو هغو زندانیانو دوسیې وڅیړي چې د بې سرنوشتۍ په حالت کې په زندان کې ورځې او شپې تیروي خو جمهور رئیس غني بندیانو سره په خبرو کې هغوی ته وویل چې هغه بندیان به خوشې نه کړي چې افغان امنیتي ارګانونو کارکونکي یې وژلي دي .

XS
SM
MD
LG