د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني جاسوس خپله اداره د ترهګرو په پاللو تورنه کړه


د پاکستان د استخباراتي بېرو یو چارواکي د پاکستان استخباراتي اداره د ترهګرو په پاللو تورنه کړې او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د استخباراتي بېرو (IB) غړي ملک مختار احمد شهزاده وايي خپلو مشرانو ته یې څو وارې راپور ورکړی دی چې په هېواد کې دننه بهرني ترهګر فعاله دي، خو په وینا یې هیچا هم د دغو ترهګرو ضد اقدام ونکړ او د هغه په خبرو یې غوږ ونه ګراوه.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې ښاغلي شهزاد په اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې او غوښتي يې دي چې دا قضیه باید د پاکستان نظامي استخبارات آی اس آی ته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا د پاکستان د استخباراتي بیرو ځینې غړي اسرایلو ته تللي او ځينې یې له پاکستان څخه د باندې له ترهګرو ډلو سره لاس لري.

هغه دا ادعا هم کړې ده چې د پاکستان د استخباراتي بېرو ځینې چارواکي د افغانستان د ملي امنیت له ریاست سره هم روابط لري. هغه وايي دغه کسان د بهرنیو هېوادونو له استخباراتو پېسې اخلي.

د پاکستان د استخباراتو بېرو د دغه هېواد یوه پخوانۍ ملکي څانګه ده چې د پاکستان لومړی وزیر یې غړي ټاکي، څاري او نظارت یې کوي، چې له آی اس آی سره توپیر لري.

د دغې بېرو مهمه دنده د پاکستاني سیاستوالو د فعالیتونو څارل، د مشکوکو ترهګرو پېدا کول او په پاکستان کې دننه د بهرنیو استخباراتي جاسوسانو موندل او نیول دي.

XS
SM
MD
LG