د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د اسلامي دولت په ډلې زیات هوایي بریدونه غواړو


د عراق صدراعظم، حیدر العبادي، د متحده ایالتونو د دفاع له وزیر، چک هېگل، سره د لیدنې پر مهال د اسلامي دولت د وسلوالو پر وړاندې د روانې مبارزې د لاغښتلتیا لپاره له امریکا څخه د لازیات هوایي ځواک غوښتنه وکړه.

د ښاغلي، العبادي، په وینا د امریکا په مشري د ائتلاف لازیات هوایي بریدونه او د اضافه ثقیله وسلو کارونه به د اسلامي دولت د وسلوالو پر وړاندې د عراقي ځواکونو له پرمختگ سره مرسته وکړي.

عراق ته د ښاغلي، هېگل، دا سفر په عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د هوایي بریدونو څخه څلور میاشتې وروسته ترسره کیږي.

بغداد ته د، چک هېگل، د دې سفر هدف د عراق له حکومتي چارواکو او امریکایی پوځي قوماندانانو سره د اسلامی دولت د وسلوالو پر ضد د مبارزې په اړه سلا مشوره ښودل شوې ده.

له عراقي چاروکو څخه وړاندې، ښاغلي هېگل، د امریکایي او استرالیایي سرتېرو یوې ډلې ته د خبرو پر مهال ووېل، متحده ایالتونه غواړي چې عراق د خپلې خاورې هغه برخې چې د روان کال په پیل کې د اسلامي دولت وسلوالو لخوا نیول شوې وې، بېرته ونیسي خو زیاته یې کړه چې د حل دوامداره لاره باید یواځې د عراقیانو لخوا وړاندې شي.

سرتېرو ته د خبرو پر مهال، چک هېگل، ووېل د عراق حکومت باید د کلونو فرقه یی ویش له ناورین وروسته د یو موټي عراق لپاره کار وکړي.

د هغه په وینا یو ټول شموله حکومت چې ټول خلک په کې برخه واخلي او د هغه برخه وي او پر هغه اطمینان او باور ولري، به د د راتلونکي لپاره به ضروري وي.

ښاغلي هېگل، چې له افغانستان وروسته پرون په کویت کې و وېلي وو چې دی باورلری چې د عراق امنیتي ځواکونو اوس یو نوی قوت ترلاسه کړی دی او د عراق امنیتي ځواکونو او پیشرمرگه ځواکونو د نړېوال ائتلاف په ملاتړاو مرسته چې متحده ایالتونه هم په کې شامل دي، دا توان پېداکړیدی چې ځني سیمې بېرته ونیسي.

چک هېگل د امریکا د دفاع لومړنی وزیر دی چې له٢٠١١ کال نه را په دې خوا عراق ته سفر کوي. ترښاغلي هېگل وړاندې د امریکا د دفاع پخوانی وزیر، لیون پنېتا، د امریکایي ځواکونو د ماموریت د پایته رسېدو د لمانځلو لپاره د ٢٠١١ کال په ډسمبر میاشت کې عراق ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG