د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کړې چې د اچین په برید کې یې هیڅ زیان نه دی لیدلی

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په دغه برید کې د داعش د دیارلسو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې ټول ۹۶ وسله وال وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په دغه برید کې د داعش د دیارلسو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې ټول ۹۶ وسله وال وژل شوي دي.

داسلامي دولت یا داعش وسله‌والې ډلې، د ننګرهار ولایت د اچین وسوالۍ د مامندو د اسدخیلو په سیمه کې د دغې ډلې د وسله والو پر مرکزونو د امریکا د پوځ د ټولو ستر بم له استعال څخه نږدې څلور ورځې وروسته، په خپل لومړي غبرګون کې ادعا کړې چې د پنجشنبې د شپې په برید کې دوی ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

داعش وسله والې ډلې د دغه ستر بم د کارونې په اړه خپل غبرګون د خپلې راډیو "اسلامي خلافت"د تېرې یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې څرګند کړ.

د یکشنبې د ماښام د راډیو د خپرونو تقریبآ ټوله برخه د امریکا د پوځ له خوا په اچین کې د داعش وسله والو پر مرکزونو خبرونو او رپوټونو ته ځانګړې شوې وه.

د سلطان عزیز اعزام په نومد دغې راډیو یو ویاند د اچین په ولسوالۍ کې د بمونو د مور بم د غورځېدو په تړاو، چې حکومت پکې د ۹۶ داعش جنګیالیو د وژل کېدو دعوه کړې وویل، دغه خبر تشې اوازې دي او زیاته یې کړه چېپه دغه برید کې دې ډلې وسله والو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

ویاند د کونړ، پښتونخوا، سوریې او عراق په اړه هم خبرې وکړې او هلته یې د داعش وسله والو د جګړو حال ورکړ.

وروسته یې د داعش له ځینو جګړه مارانو سره خبرې وکړې او د هغه لوی بم په اړه یې د هغوی نظرونه خپاره کړل، هغوی ویل چې هیڅ زیان نه دی ور اوښتی.

وروسته یې د " امیر الحرب" په نوم له یو کس سره چې د خراسان مشر یې باله مرکه وکړه، هغه وویل " زمونږ مجاهدینو ته هیڅ نقصان نه دی رسېدلی".

د راډیو ویاند او داعش نورو غړو په خپلو مرکو کې وویل چې بمبارد یې پر ملګرو نه، بلکېپه یو خالي ځای شوی دی.

دا به ښايي په اچین ولسوالۍ د امریکا لخوا د لوی بم تر غورځېدو وروسته لومړنی غبرګون وي چې داعش وسله وال یې څرګندوي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ' بمونو مور' تر غورځولو وروسته داعش وسله والو د خلافت غږ په نوم راډيو کې خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او د نشراتو ډېره برخه یې د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لوی او خطرناک بمي برید ته ځانکړې کړې ده.

خلافت غږ( ایف ایم راډيو) په (۹۰) فریکونسۍ سهار او ماښام په پښتو ژبې د خپرونو ترڅنګ په دري او اوزبکي ژبو هم خپرونې کوي، چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په ګډون د دې ولایت په ډيرو سیمو کې اوریدل کیږي.

خبریالانو ته ګواښونه

د خلافت غږ راډيو کې رسنیو ته د " شیطاني او غلامو" رسنیو خطاب کیږي او ادعا کوي چې ټولې رسنۍد امریکا په غلامۍ نشرات کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی پرویز اصف چې د خلافت غږ راډيو یې اورېدلې وايي:"دا څو ورځې یې نشرات سخت توند کړي دي".

هغه وايي حکومت باید ددغو نشراتو مخه ونیسي که نه نو ډېر خلک به داعش سره د دغې ډلې د همدې تبلغاتو له لارې یو ځای شي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال او د اچین ولسوال اسماعېل شینواری وايي چې دوی تر اوسه د داعش راډيو له تازه نشراتو نه دي خبر او نه یې هم تر اوسه اورېدلي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې داعش راډيو په دې وروستیو کې خپل نشرات یو ځل بیا شروع کړي دي او د حکومت پر ضد پکې تبلیغات کوي.

نوموړی وايي له دغو نشراتو خبر دي چې ان د جلال اباد ښار او لرې پرتو سیمو کې یې هم خپرونې اورېدل کېږي.

هغه دا چاره یوه لویه ستونزه وبلله او ویې ویل " مونږ هڅه کوو چې ددغې راډيو ځای په نښه او ژر یې له منځه یوسو".

که څه هم څو واره وړاندې د داعش راډيو له منځه وړل شوې وه، خو وروسته به یې بیا ځل په همدغې فریکونسۍ خپرونې پیلولې او لا هم ددغې راډيو نشرات دوام لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG