د لاس رسي وړ اتصالات

غني:داعش په افغانستان کې د نفوذ د موندلو هڅه کوي


ولسمشر غني واشنګټن ته تر روانېدو مخکې دا څرګندونې وکړې، دی اوس واشنګټن کې دی چې ولسمشر اوباما او نورو امریکايي چارواکو سره وګوري
ولسمشر غني واشنګټن ته تر روانېدو مخکې دا څرګندونې وکړې، دی اوس واشنګټن کې دی چې ولسمشر اوباما او نورو امریکايي چارواکو سره وګوري

جمهور رئیس غني د اول ځل دپاره د شنبې په ورځ څرگنده کړه چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې د خپل نفوذ موندلو هڅه کوي. ښاغلي غني چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د سوکه وتنې د غوښتنې دپاره اوس واشنگټن ته رسیدلی، د داعش اړوند خبردارې ېی پرون په کابل کې ورکړ.

داسی راپورونه زیات شوي چې وایي د اسلام پالو طالبانو ځینې قوماندانان چې د افغان حکومت پرضد جنگیږي، د داعش د یاغي ډلې سره بیعت کوي. دغې ډلې په سوریی او عراق کې ځینې سیمې نیولې دي.

ولسمشر غني وویل "داعش داسې یوه ډله ده چې انسان خوري. هغوی خپل رقیبان له منځه وړي، د سوریي له پوځ سره هغوی همداسی وکړل، ښه عناصر یې ترینه جذب کړل او خاوره ېې ونیوله. دلته په افغانستان کې د هغوی د شتون مسله نده، او سورېی او عراق خلک نشته، مگر د هغوئ د شبکې اغیز دی"

له بل پلوه، په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر تازه ویلي چې په منځني ختیځ کې د داعش د مشرانو لخوا د افغان جنگیالیو سره د پراخ یا سیستماتیک مخامخ ملاتړ کومه نښه نشته.

خو جمهور رئیس غني چې د سه شنبې په ورځ به په واشنگټن کې د جمهور رئیس اوباما سره وگوري، او د چهارشنبې په ورځ به د امریکا کانگرس ته وینا وکړي، واېي دې خطرته باید په ټیټ نظر ونه کتل شي.

ښاغلي غني دا هم وویل چې د پاکستان په شمال ختیځه پوله کې د پاکستاني پوځ عملیاتو نړیوال ترهگر لکه القاعده ډله، افغانستان ته راشړلي دي.

دا نظر چې د داعش ډله په افغانستان کې نفوذ خپروي، هغه موضوع ده چې توقع کیږي د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما پدې پریکړه اغیز ولري چې ایا د افغانستان نه د پلان شوېو لسو زرو امریکایي عسکرو وتل سوکه کړي که نه . دغه عسکر لاتراوس پورې هم هم د امریکا د اوږدې جگړې په ډگر ېعنی افغانستان کې حضور لري.

د پالیسۍ په څانگه کې د امریکا د دفاع وزارت پخوانی معاون مائیکل فلورنوئ تیره اونۍ د افغان ولس په ملاتړ د یو اتحاد په غونډه کې د افغان ځواکونو په باب وویلهغوئ اوس د جگړې مشري کوي، خو لاهم زموږ ملاتړ ته اړتیا لري او دا ملاتړ ډیر مهم دی ځکه هغوئ ته دا قابلیت ورکوي چې مهم ښارونه وساتي"

افغان هوایي ځواک چې اوسمهال شاوخوا سل الوتکې لري، ژر به شل نورې وړې جنگي الوتکې هم ترلاسه کړي چې د یاغیانو په وړاندې وجنگیږي. هوايي ملاتړ او کشفي ماموریت به ترسره کړي، خو د نیمایي زیاتې دا الوتکې به تر ٢٠١٧ او ٢٠١٨ کال پورې ورته ورنه رسیږي.

جمهور رئیس غني د طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو د پیل کیدو په اړه هم په احتیآط خپله خوشبینی څرگنده کړله ، خو واېي تراوسه ورسره مخامخ لیدنې ندي شوي او دا خبرداری ېې هم ورکړ چې تمه ده دا بهیر به ورو وي.

متاسفانه چې سوله سمدستي امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نشي راوستلې"

ښاغلی غني واېي سوله د جگړې سیاسي مشروعیت پای ته رسولې شي، خو په عامه سطحه امنیت کې سمدستي ښه والې نشي راتلی.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG