د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د نیول شویو غړو له خولې یې واورئ


په دغو کسانو کې یې ډېر وايي چې په پاکستان کې په مدرسو کې د داعش لیکو ته جلب شوي دي
په دغو کسانو کې یې ډېر وايي چې په پاکستان کې په مدرسو کې د داعش لیکو ته جلب شوي دي

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې د افغان پوځ او غوڅ ماموریت چورلکو د داعش ډلې پر وړاندې بمبارۍ توندې کړيدي او د داعش ډلې هغه ځایونه خپله نښه ګرځوي، چرته چې داعش وسله وال مورچلې لري.

ځمکني ځواکونه هم له خپلو مخالفو سره وقفه يي جګړه کوي، مخکې تګ یې سوکه دی، ځکه داعش وسله والو د ځايي وګړو له کورنو بریدونه کوي.

حکومت د داعش پر وړاندې د شاهین ۲۵ عملیاتو کې له پاپین، مرېز کنډو او ځينې سیمې له اسلامي دولت نومې وسله لاندې کړي، خو اصلي مرکزونو ته یې لا نه دي ور رسېدلي.

افغان ځواکونه وايي د داعش پر ضد یې هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي
افغان ځواکونه وايي د داعش پر ضد یې هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي

په ننګرهار کې چارواکي وايي په روانو عملیاتو کې یې د داعش وسله والې ډلې لسګونه غړي هم ور وژلي دي.

د داعش نیول شوي غړي څوک دي؟

په ننګرهار کې په دغو تازه عملیاتو کې د داعش ډلې اوه هغه کسان هم نیول شوي چې اکثره یې ځوانان او د ښوونځي او مدرسې زده کوونکي دي.

په دغو کسانو کې ډېر یې هغه دي چې د پاکستان په یوه دیني مدسه کې داعش ډلې ته جلب شوي دي.

د عبد الله په نوم ۱۵ کلن ځوان چې ږیره یې سم نه ده راغلې او توره لونګۍ یې وهلې وايي " زه په پاکستان کې مدسه کې وم، اصلآ د نورستان یم، هلته مې ملګري راته وویل چې داعش ډېر ښه خلک دي، ما هم ورسره ومنله او دوه نور ملګري مې هم ځان سره کړل او د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ ساحې ته راغلو".

دغه ځوان راته د داعش سره د اوسېدو کیسه هم وکړه، نوموړی وايي "بس چې راغلو، په یو مېلمستون کې یې واچولو چې د خټو یوه لویه کلا وه، په دې کلا کې ځینې نور کسان هم و چې نورې ژبې یې ویلې، مونږ هغه کسان و چې تازه راغلي وو ځکه نو غوښتل یې چې مونږ وروسته ټریننګ ته معرفي کړي".

افغان ځواکونه وايي د داعش له غړو سره تیلیفونونه او نور اسنا هم وو
افغان ځواکونه وايي د داعش له غړو سره تیلیفونونه او نور اسنا هم وو

عبد الله زیاتوي چې ټولو کسانو به مخونه په تورو ټوټو پټ کړي و او دوی ته به یې په ډېر جدي انداز خبرې کولې.

هغه وايي"مونږ ته به یې ویل چې که ږیره مو ووهله نو وژنو مو، یا مو پېنڅې اوچتې کړې نو وهل به درکړو، مونږ چې حالت وکتو نو سخت و او مونږ نه شو کولی، یو ماښام مو چانس پیدا کړ، بهر راووتو او چې پهرادار نه و نو راوتښتېدو او چې لاره کې ښکته راتلو نو حکومت ونیولو".

د داعش په تور یو بل نیول شوی کس چې احمد امېد نومېږي، لاسونه یې په ټوټو تړل شوي وو او د هسکې مېنې ولسوالۍ په نظارت خانه کې بندي وو.

هغه وویل "زه د کونړ یم، خو د ننګرهار په بهسودو کې اوسېږم، زه د فیس بوک په واسطه داعش ته راغلی یم، ما به فیس بوک کاروو او د داعش تبلیغات به مې کتل، زړه مې ورته مات شو او راغلم، پوښتنه مې وکړه چې ګورګورۍ چرته ته ده، هلته چې ورسېدم په جومات کې د تورو جامو کسان وو، مانه یې پوښتنه وکړه چې نوی راغلی یې ، ما ورته وویل هو، وروسته یې زه دغه مېلمستون ته راوستم، د وخت به یې نیمه ډوډۍ راکوله او لږه به ورسره لوبیا وه، نهه ورځې مې دلته تېرې کړې".

د افغانستان دفاع وزارت ویلي د تېر میلادي کال په اوږدو کې یې د افغانستان په کچه نژدې دوه زره داعش وسله وال وژلي چې ګڼ یې د نورو هېوادونو اوسېدونکي دي او د ننګرهار په ولایت کې یې د داعش ډلې شتون له نهوو ولسوالیو نه دریو ته راښکته کړی دی.

XS
SM
MD
LG