د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین کې د داعش پر لیکو درنه بمباري شوې


د اچین ولسوال وايي، چې د ظاهر قدیر د پلویانو او د داعش د ډلې ترمنځ د اجسادو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.
د اچین ولسوال وايي، چې د ظاهر قدیر د پلویانو او د داعش د ډلې ترمنځ د اجسادو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل، چې د ملي دفاع وزارت هلیکوپترو د تیرې ورځې راهیسې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش مرچلې په نښه کړي او ددې ډلې ۶۸ وسله وال یې وژلي دي.

ډگروال هاتفي وايي په دغو هوايي بریدونو کې د داعش ډلې یو لوي مرکز هم په نښه شوی دی چې یواځې په دغه مرکز کې ۳۸ داعش جنګیالي وژل شوي دي. هغه وايي چې هوایي بریدونه په نرګس،عبد الخېلو، باندر او کندرو سیمو کې شوي دي.

د ښاغلي هاتفي په وینا، په دغه بریدونو کې دداعش ډلې ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي د افغان پوځ د هلیکوپترو دغه عملیات بریالي وو او ملکي خلکو ته پکې مرگ ژوبله نه ده اوښتي.

په ورته وخت کې د اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې ددغه ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو مامند او نورو کې سخته بمباري دوام لري.

هغه وايي، د تازه مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه لري، خو ښکاري، چې د داعش ډلې لوی مرکزونه په نښه شوي دي.

د ښاغلي غالب په خبره چې په اچین کې د هوايي ځواکونو تازه بمباري په داسې ساحو شوې، چې ددغې ډلې ګڼ جنګیالي پکې اوسېدل.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو امریکا غږ ته وویل، چې په بلابېلو ساحو کې یې د هوايي بریدونو غږونه اورېدلي او داسې اوازې دي، چې د داعش ډلې ګڼ غړي پکې وژل شوي؛ خو په اړه یې کره مالومات نه لري. د داعش ډلې په دې اړه ر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اچین هغه ولسوالۍ ده چې نهه میاشتې وړاندې پکې د لومړي ځل لپاره د داعش ډلې سر راپورته کړی او لاهم ددغې ولسوالۍ ګڼې ساحې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په ولکه کې دي.

د ظاهر قدیر او داعش ترمنځ د جسدونو تبادله

د وړمې ورځې راهیسې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش د ډلې او د ظاهر قدیر د مېلشو ترمنځ په شوې جګړه کې دواړو خواو د یو بل له اتو کسانو څخه سرونه پرې کړي، چې څلور داعشیان او څلور هم د ظاهر پلوي سرتیري و.

د اچین ولسوال غالب مجاهد وايي، چې د ظاهر قدیر د پلویانو او د داعش ډلې ترمنځ خبرې روانې دي، چې د یو بل له ملګرو پرې کړي جسدونه او سرونه تبادله کړي. خو تر اوسه لا غوڅې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د ظاهر قدیر پلویانو دداعش د ډلې د څلورو غړو پرې کړي سرونه او جسدونه د سړک پر سر نندارې ته اېښي وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د ظاهر قدیر پلویانو د داعش د جنګیالیو سرونه له لوي سرک څخه یوې څنډې ته اچولي او په تمه دي، چې د جسدونو تبادله وشي.

دا لومړی ځل دی، چې په اچین کې د داعش ډلې د جنګیالو سرونه پرې کیږي او د ظاهر قدیر د ملیشو لخوا د عامو خلکو نندارې ته اېښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG