د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د داعش د مخابراتو شبکه ورانه کړه


د اچین ولسوال زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې هوايي قواو هم برخه اخیستې وه.
د اچین ولسوال زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې هوايي قواو هم برخه اخیستې وه.

د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې عملیات یې له وړمې شپې راهیسې د عبدالخېلو، کنډو او پېخې په سیمو کې پيل کړي وو. د مقاماتو په وینا په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې ۳۲ غړي وژل شوي دي.

ښاغلی مجاهد وایي په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې هغه انټرنیټي لویه دستګاه هم له منځه وړل شوې چې د هغه په ادعا داعش به له سوریې او عراق سره پرې اړیکه نیوله.

هغه وایي "د غره په یوه څوکه دغه انټرنیټي دستګاه چې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لویې کاسې یې لرلې نصب کړې وه او ددې سیمې حال به یې په اسانۍ او مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول خپلو مشرانو ته ورکاوه."

د اچین ولسوال زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې هوايي قواو هم برخه اخیستې وه.

د ننګرهار ولایتي اداره او امنیه قومانداني وایي په اچین ولسوالۍ کې د داعش ‌‌‌‌‌‌د ډلې د لوی دستگاه د ویجاړیدو د مسلې په هکله یې څېړنې پیل کړي دي.

دا لومړی وار دی، چې په اچین کې بهرني ځواکونه له افغاني قواو سره د داعش ډلې پر خلاف ګډ ځمکني عملیات کوي.

د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې دا دوه شپې د اچین په لېرې پرتو سیمو کې د درندو توپونو غږونه اوري خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

تر اوسه د داعش وسله والې ډلې پر دغه مسله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG