د لاس رسي وړ اتصالات

داعش پر هزاره گانو باندې د نورو بریدونو گواښ وکړ


جمهور رئیس غني په کابل کې د شنبې د ورځې د مرگوني برید وروسته ژمنه وکړه چې له عاملینو څخه به د قربانیانو د وینې غچ واخلي
جمهور رئیس غني په کابل کې د شنبې د ورځې د مرگوني برید وروسته ژمنه وکړه چې له عاملینو څخه به د قربانیانو د وینې غچ واخلي

د اسلامي دولت ډلې گواښ کړی چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد نه د افغانستان د یو شمیر شیعه ځوانانو د ملاتړ په غچ کې به د افغانستان پر هزاره عمده شیعه مذهبه اقلیت باندې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د داعش یو قوماندان عمر خراساني ویلي دي چې د شنبې په ورځ په کابل کې د هزارگانو پر یوې سترې مظاهرې باندې بمي برید د سوریې له رژیم څخه د یو شمیر هزارو د ملاتړ په وجه تر سره شوی دی.

د فاطمیون لیوا د افغان شیعه مذهبو جنگیالیو ډله ده چې لومړی په ایران کې جلب او جذب او روزل کیږي او بیا د اسد د رژیم د ملاتړ لپاره سوریې ته استول کیږي.

د فاطمیون په لیوا کې افغان جنگیالي تنظیم شوي دي
د فاطمیون په لیوا کې افغان جنگیالي تنظیم شوي دي

عمر خراساني د یوې نامعلومې سیمې څخه د تلیفون له لارې د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "که دوی سوریې ته له تگ او د ایران له غلامۍ نه لاس وانخلي، مونږ به هرو مرو داسې بریدونو ته دوام ورکړو."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل کې د شنبې د ورځې د مرگوني برید وروسته ژمنه وکړه چې د قربانیانو د وینو تویدو غچ به ددې پیښې له عاملینو څخه واخلي.

افغان سرتیرو د ننگرهار د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش جنگیالیو مرکز ونیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

د ننگرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعش پر مرچلو باندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په نویو بریدونو کې د افغان مقاماتو په وینا په تیرو ٢۴ ساعتونو کې څه دپاسه ١٢٠ داعش جنگیالي وژل شوي دي، که څه هم چې ددې شمیرې خپلواکه تائید تقریباً ناممکن دی.

پر شیعه لږکیو باندې د داعش له لورې په کابل کې د شنبې د ورځې برید له ختیځ څخه د مرکز پر لورې د داعش د جگړې خطر او په افغانستان کې د فرقه یي جگړې د اور د بلیدلو گواښ زیاتوي.

خو امریکایي مقامات د داعش گواښ چې د یو کال راهیسې د امریکایي سرتیرو د هوایي بریدونو او د افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو سره مخامخ دي، دومره جدي او واقعی نه گڼي.

په افغانستان کې میشت د امریکایي ځواکونو ویاند چارلس کلفلند د افغانستان مرکز ته د داعش د فعالیت پراخیدل د اندیښنې وړ بولي، خو وایي "د څو تنو استخدامول، هغوی ته د ځامرگي برید واسکټ وراغوستل، او د زرگونو مظاهره کوونکو په منځ کې د هغوی منجر کول، واقعاً چې دومره پیچلی کار نه دی".

ښاغلي کلفلند وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش تر ادارې لاندې سیمې محدودې شوی او ددې ډلې جنگیالي د سختو گزارونو سره مخامخ دي، په دې خاطر د هغه په وینا داعش په عمومي توگه تر خپل کنترول لاندې سیمو بهر د ځانمرگو بریدونو هڅه کوي.

د ناتو پر مشرۍ ایتلاف اټکل کوي چې په افغانستان کې د داعش د جنگیالیو شمیر د ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کسو پورې دی چې اکثر یې د پاکستان د تحریک طالبان، د ازبکستان د اسلامي غورځنگ او د افغان طالبانو پخواني غړي دي.

د داعش اکثر پاکستاني جنگیالي چې په افغانستان کې جنگیږي د افغان امنیتي مقاماتو په وینا د اورکزیو د قبیلې ځوانان دي. افغان مقاماتو ویلي دي چې یواځې په تیرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش څه دپاسه ۶۵۰ جنگیالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG