د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې داعش دوه پوځي ورونه وژلي دي


داعش په ننګرهار کې د افغان پوځ له دوو سرتیرو، چې وروڼه هم دي، سرونه غوڅ کړي دي.
داعش په ننګرهار کې د افغان پوځ له دوو سرتیرو، چې وروڼه هم دي، سرونه غوڅ کړي دي.

د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو د ملي اردو هغه دوه سرتیري" ورونه" وژلي چې کور ته د اختر د رخصتۍ لپاره تللي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د اردو دغه ورونه سرتیري د خپل کاکا سره یو ځای نن سهارپه دولت خېلو سیمه کې له کور څخه راویستلي او وروسته یې پرې ډزې کړي او وژلي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي وايي چې دغه درې واړه د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي و او څو میاشتې مخکې د داعش ډلې له وېرې هسکې مېنې ته راکډه شوي وو.

نوموړی وايي چې په همدغه سیمه کې نژدې د سرحدي قواوو پوسته هم شته، خو امنیتي ځواکونو پر داعش وسله والو ډزې نه دي کړي.

د سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې دغه دواړه کسان په ډزو دومره ویشتل شوي چې جسدونه یې له پېژنې وتلي دي.

غني خېلو کې پر رنجر موټر چاودنه

چارواکي وايي په یوه بله ولسوالۍ غني خېلو کې د ملي اردو په یو رنجر موټر ماین چاودنه کړې چې دوه سرتیري او یو ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.

دغه پېښه نن سهارد مارکو بازار ته څېرمه د سرک پر غاړه رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه داعش یا طالب وسله والو ددغو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

XS
SM
MD
LG