د لاس رسي وړ اتصالات

داعش برتانوي مرستندویه کارکونکی ډېویډ هاینز وژلی دی


د اسلامي دولت ډلې یوه دوه نیم دقیقه یي ویډیو خپره کړې او په هغې کې یې داسې جوته کړې چې د دیویډ هاینز سر یې غوڅ کړی دی.

دیویډ هاینز ۴۴ کلن او د دوو ماشومانو پلار و او تیر کال فقط درې ورځي وروسته له هغه وتښتول شو چې د مرستو رسولو د یوې نړیوالې مؤسسې سره د کار کولو لپاره سوریې ته ورسید.

د دې ویډیو عنوان و "د امریکا متحدانو ته یو پیغام" او لږه وروسته له هغه خپره شوه چې د هاینز کورنۍ د هغه د تښتونکو نه په یو خپور کړای شوي پیغام کې وغوښتل چې د دوی سره دې تماس ونیسي.

په ویډیو کې هغه څوک چې د هاینز سر غوڅوي د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون په دې تورنوي چې د اسلامي دولت په ضد د امریکا د متحده ایالاتو سره یې خپلې قواوی شریکې کړي دي.

قاتل خبر داری ورکوي چې دا پریکړه به د برتانیې خلک په یوې بلي نه گټونکي خونړۍ جگړې کې ښکیل کړي.

ښاغلي کامیرون څو شېبې وروسته له هغه چي دا ویډیو خپره شوه په ټویټر کي یو پیغام خپور کړ او د ( ډېویډ هېینز) قتل یې « د شیطان کار او لویه گناه» وبلله.
ښاغلي کامیرون څو شېبې وروسته له هغه چي دا ویډیو خپره شوه په ټویټر کي یو پیغام خپور کړ او د ( ډېویډ هېینز) قتل یې « د شیطان کار او لویه گناه» وبلله.

ښاغلي کامیرون څو شېبې وروسته له هغه چې دا ویډیو خپره شوه په ټویټر کي یو پیغام خپور کړ او د ډېویډ هاینز قتل یې « شیطاني عمل او لویه گناه» وبلله.

هغه د هاینز کورنۍ سره خواخوږي څرگنده کړه او ویې ویل چي د ده حکومت به تر خپل وس پوري هر هغه څه وکړي چې دغه قاتلان نابود کړي او د دې تضمین وشي چي هغوی عدالت ته راکش کړای شي.

د برتانیې مطبوعاتو ویلي دي چې ښاغلي کامیرون د حکومت د یوې اضطراري غونډې د رابلو په خاطر دفتر ته تللی دی.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما هم دغه کار د یو وحشیانه عمل په توګه وغانده او ویې ویل چي امریکا د خپل نژدې ملگري سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

د داعش پرضد د اسلامي هیوادونو د ملاټر ترلاسه کولو هڅې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت د ډلی په مقابل کې د نړیوال ائتلاف د جوړیدو لپاره د سیمې هیوادونو ته د خپل سفر په وروستي تم ځای قاهره کي د مصر د بهرنیو چارو د وزیر سمیع شکري سره وکتل.

هغه پرون د شنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت جهادیان ادعا کوي چې دوی د اسلام دپاره جنگیږي، خو د هغه په وینا د دغي ډلې کارونه د اسلام سره هیڅ اړه نه لري.

ښاغلي کېري وویل چې د دغي ډلې « کرکجن پیغام» د نړۍ د ټولو مسلمانانو د اکثریت له خوا رد شوی دی.

هغه وویل چې مصر د الازهرد اصلي هیواد په توگه چي د نړۍ د سني مسلمانانو د ښوونې او روزنې ډیر پخوانی مرکز دی، د اسلامي سخت دریځې ایدیالوجۍ په ردولو کې جدي نقش لوبولی دی.

هغه د اسلامي دولت ډله داسې سازمان وباله چې وحشیانه کارونه او گناوي یې هیڅ سرحدونه نه پیژني.

کېري وویل چې مصر د سخت دریځو د گواښونو په لومړی جبهه کې دی او هغه د دغو گواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره د مصر سره د امریکا د مرستې وعده وکړه.

XS
SM
MD
LG