د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیه د داعش سره د مبارزې نوي قوانین تصویبوي


 لارډ طارق وایي شا او خوا ٧٠٠ بریتانوي ځوانان عراق او سوریې کې داعش سره یوځای شوي دي
لارډ طارق وایي شا او خوا ٧٠٠ بریتانوي ځوانان عراق او سوریې کې داعش سره یوځای شوي دي

په تونس کې له هغه برید څخه وروسته چې اته دیرش کسان په کې ووژل شول او دیرش یې بریتانویان وو، په بریتانه کې دا بحث تود شوی، چې د داعش په وړاندې څه ډول مبارزه وشي.

صدراعظم ډیویډ کیمرون د داعش د تبلیغاتو د له منځه وړلو او د داعش سره د بریتانویانو د یوځای کیدلو د مخنیوي دپاره نوې پالیسۍ اعلان کړې ده.

د بریتانیې د مشرانو جرگې غړی طارق احمد چې د ترهگری ضد د چارو وزیر دی، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د ډیویډ کیمرون لخوا وړاندې شوې طرحه به د روان کال تر منې پورې تصویب شي.

لارډ طارق وویل چې شا اوخوا اوه سوه بریتانوي ځوانان عراق او سوریې کې داعش سره یوځای شوي دي. هغه زیاته کړه چې د داعش انترنیتی تبلیغاتو ډیر شمیر ځوانان بې لارې کړي دي.

د نوې پلان شوې تگلارې په اړه په پارلمان او مدني ټولنو کې تاوده بحثونه روان دي. پام وکړی دې رپوټ ته:

د داعش په وړاندې د بریتانیه د نوې پالیسۍ په هکله رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

XS
SM
MD
LG