د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د داعش ډلې یو مهم قومندان نیول شوی


د زابل امنیتي مقامات وايي، په دې ولایت کې د داعش بنسټ ایښودونکی او عمومي قومندان خالد اخندزاده د ګډو عملیاتو پر مهال نیول شوی.
د زابل امنیتي مقامات وايي، په دې ولایت کې د داعش بنسټ ایښودونکی او عمومي قومندان خالد اخندزاده د ګډو عملیاتو پر مهال نیول شوی.

د زابل امنیتي مقامات وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې، افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال داعش د ډلې یو مهم قومندان نیولی دی.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال میرویس نورزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، په دې ولایت کې د داعش د ډلې بنسټ ایښودونکی او عمومي قومندان خالد اخندزاده له خپلو پنځو ملګرو سره ژوندی نیول شوی او ۶ تنه نور يې وژل شوي.

هغه زیاته کړه، چې د نوموړي په نیولو سره يې د داعش ډلې ته په زابل کې لویه ضربه ورکړې او دوی به يې پر ضد هدفي عملیات نور هم دوامداره وساتي.

نوموړي وويل "خالد اخندزاده په زابل کې د داعش عمومي قومندان وو او په نیول کیدو سره يې هغوی ته ملاماتونکی ګزار ورکړل شو، په وژل شویو ۶ داعشیانو کې درې خارجي اتباع دي او په نیول شویو کسانو کې هم خارجیان شته، په عملیاتو کې د قاطع ماموریت سرتیرو هم له کمانډو سره یو ځای برخه درلوده."

د داعش ډلې غړي، د زابل ولایت په خاک افغان، دایچوپان او ارغنداب ولسوالیو کې ډير فعاله بلل کیږي.

د زابل د ملي امنیت یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې په دې ولایت کې د داعش ډلې پر رهبرۍ دا د لمړي ځل بریالي او ځپونکي عملیات وو چې ترسره شول.

سرچینې زیاته کړه "د قاطع ماموریت او افغان ګډو ځواکونو د تیري شپې عملیات د داعش پر داسي مرکزونو شوي چې د یادي ډلي رهبرۍ ځان په کې تر ټولو خوندي باله."

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان په دغه ولایت کې د بهرنیو وسله‌والو حضور د زیاتې اندېښنې وړ ګڼي او پر ضد يې د پراخو او ځپونکو عملیاتو پر ترسره کولو ټینګار کوي.

نوموړي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، دوی له تیریو کال راهیسې په دې ولایت کې د بهرنیو وسله والو د پراخ حضور په اړه خپلي اندېښنې له محلي ادارې او مرکزي حکومت سره شریکې کړي خو په اړه يې تر اوسه اغېزمن ګامونه نه دي پورته شوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG